کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ډېوېډ پېټریوس او د افغانستان د کلیوالې جګړې پلان

ډېوېډ پېټریوس او د افغانستان د کلیوالې جګړې پلان

ډېوېډ پېټریوس او د افغانستان د کلیوالې جګړې پلان
وروسته له هغې چې ډېوېډ پېټریوس د افغانستان د جګړې مشري پر غاړه واخیسته، د خپلې عراقي تجربې سره په خوا کې د استعمارګرو افریقایي او ویتنامي تجربو ته هم مخه کړې ده.
کله چې د کرزي حکومت د ګوډاګیټوب څخه د خلاصون موندلو ظاهري کوښښونه پیل کړل او پدې لړ کې یې د خپل انګلیسي دولتي مشاورینو په لارښوونې، کوم چې د امریکایي ضد استعماري خارجي پالیسۍ سره سم کارکوي، په لندن کښې له ۲۰۰ څخه ډیرو کمپنیو ته د افغانستان د کانونو د کیندلو په اړه بلنه ورکړه. له وروسته امریکې نه یوازې دا چې د هزارګانو مشر محمد محقق او د ازبکو مشر جنرال دوستم سره د خپل منځي جګړې پیلولو په موخه مرستې تیزې کړې، بلکه هوډ يې وکړ چې په افریقې، ویتنام او عراق کې غربي استعماري کارول شوې تجربې به په افغانستان کې هم کاروي.
افریقایی تجربې:
د شپیتمې لسیزې په ترڅ دا طبیعی خبره نه وه، چې ټول آزادي غوښتونکي غورځنګونه پیل شي او په دې سره ټول انګلیسي او فرانسوي مستعمرات یو پر بل پسې په ناڅاپې توګه خپلواکۍ تر لاسه کړي. بلکې دا د امریکې متحده ایالات وو، چې د دغو ټولو غورځنګونو تر شا ولاړ وو او پدې سره يې نه یوازې د کمونیزم د لا نور خپریدو مخه ؤنیوله، بلکې  کپیټلزم د نورو هیوادونو په استعمار سره د هغوى ټولې شتمنۍ لوټوي او خپلو هیوادونو ته یې انتقالوي او له بلې خوا د خپل پر شا د چړو منډلو والا دوستان لکه فرانسه او انګلستان د نړیوال سیاسته څخه بهر کړي او د هغوى یوازینى ځاى ناستى ؤګرځي. البته دغه آزادۍ وربښل حقیقي نه وو، بلکې د خپلواکۍ د لنډې مودې وروسته یا خو د بیلابیلو قراردادونو له لارې د هغوى خپلواکۍ صلب شوې او یا هم د پرله پسې کودتاګانو له لآرې له دوى څخه ازادۍ واخيستل شوې. استعمارګرو د خپل منځي جګړو له لارې خلک د ستونزو او فساد په سمندر کې ډوب کړل او خپله یې یا په مستقیمه توګه او یا هم په غیر مستقیمه توګه د هغوى طبیعې زیرمې او شتمنۍ تر خپل پوره کنټرول لاندې راوستلې.
که څه هم دغه ښکیلاکونه د مخامخ نظامي یرغلونو په پايله کې نه وو، تر سره شوي، خو د خپلو جاسوسانو د ځاى پر ځاى کولو له لارې او یا هم خپل منځي جګړو د اور په لګولو سره یې وضعیت دې ته ؤرساوه چې دا یوازې دوى وو چې د هغو طبیعي زیرمو څخه کار واخلي کوم چې د هغو هیوادونو د اصلي اوسیدونکو مکمل حق ؤ. افریقاییان اوس مهال ټول یا خو په هغو جګړو بوخت دي چې د انګلیسی، فرانسوي او امریکایي شیطانتي جاسوسي ادارو له خوا تر سره کیږي، او یا هم له هغه بې شانه فقر، ذلت او رنځورتیاو څخه رنځ وړي کوم چې یوازې او یوازې د غربي ښکیلاک ګرو له لارې ورته په تحفو کې ورکړل شوي دي.
عراقي تجربې:
کله چې په ۲۰۰۳ کال کې امریکایي ښکیلاک ګر عسکرو د انګلیسي عسکرو په ملتیا عراق ته ننوتل ددوى تر ټولو لومړني اهداف د عراق د تیلو کانونه وو، چې په خپلې ولکې کې يې واخیستل. که یوې خوا ته عراقیانو د څکلو لپاره اوبه او د ګرمۍ د مخنیوي لپاره بریښنا نه درلوده او پرې هیڅ ډول کار و نه شو، خو بلې خواته د تیلو کانونو څخه د تیلو راویستل او انتقال هیڅ کله بند نه کړاى شو، او په ډیرو بدو شرایطو کې هم د تیلو انتقال جاري وساتل شو. او وروسته له هغې چې د عراقي مقاومت ساحې پراخې او د دغو کانونو تر حدودو راؤرسیدې د همدغې جنرال، ډیویډ پټریوس تر مشرۍ لاندې امریکایانو د تفرقه واچوه او حکومت کول (ډیوایډ ایڼد رول)  تر تیورۍ لاندې یې نه یوازې دا چې شیعه ګان او سنیان په خپلو منځونو کې وجنګول بلکې، مختلفې قومي ملیشې یې جوړې ګړې ترڅو دغه ډلې دې حتی خپلو منځونو کې هم ؤجنګیږي. پدې ډول ښکیلاکګرو وکولائ شول چې نه یوازې دا چې د جګړې د پراختیا څخه د تیلو د کانونو تر حدودو مخنیوى وکړي، بلکې د جګړې بایللى میدان بیرته ؤګټي.
د ویټنام تجربه:
د اوباما مدیریت او د هغې جنرالان اوس د نکسن او کسنجر د ویتنامایزیشن هغه وحشتناکه پلان ته مخه کړې ده، چې په ۱۹۶۹ کال کې د یوازینۍ متعینې پالیسۍ په توګه وکارول شوه. له دې کبله چې امریکاییان نور د وییتنام د جګړې مخالفین ګرځیدلي وو، نکسن او پنټاګون ویټنامیان په خپلو منځونو کې وجنګول او یو بل یې په خپلو لاسونو ووژل، او په دې سره ددوى ترمنځ جګړې دومره زور واخیست چې نور نو د امریکاییانو تلفات په ډیره کچه راټیټ کړاى شول.
په میلیونونو وییټنامیانو خپل ژوند له لاسه ورکړل، د امریکا یوازې ۵۸۰۰۰ عسکر ؤوژل شول. ددې سره سره چې دغې امریکایي تګلارې په بریالیتوب سره کولائ شول چې ډیرى ویټنامیان ؤوژني، خو بیا یې هم کولاۍ شول چې د جګړې مخه بدله کړي. دا ځکه چې لکه د افغانانو، وییټنامیانو هم نه غوښتل چې د استعمارګرو تر ولکې لاندې ژوند وکړي.


نو د پورتنيو تجربو پر اساس اوس جنرال ډېوېډ پټریوس چې اوس مهال په افغانستان کې د ښکیلاک ګرو پوځونو مشري کوي د نوې کړنلارې سره غواړي تر څو نه یوازې دا چې د محقق او دوستم تر مشرۍ لاندې مختلف قومونه یو بل ته سپې او پیشو کړي، بلکر د قومي ملیشو یعنې اربکي ډلو په جوړولو سره دوى غواړي چې حتی پښتانه هم په خپل منځي جګړو کې داسې بوخت شي چې د یرغلګرو پر وړاندې د مبارزې لپاره نه یوازې دا چې مواقع تر لاسه نکړي بلکې ددوى ټوله انرژي له منځه یوسي او د افغانستان حالت په پوره ډول افریقا ته ورته کړي. دغه به تر ټولو خبیثه خپل منځي جګړه وي، چې حتی د یو کلي یو وګړى به د بل سره جګړې ته هڅول او اړ کیږي.
د پېټریوس تګلاره وایي چې لومړى دې لس زره وزګار افغاني کلیوال د پنټاګون له خوا استخدام شي او معاشات دې ورته ورکړل شي. دوى دې بیا په وسلو سمبال شي او د پیسو جریان دې ورته پیل کړل شي، او دوى ته دې هر ډول قانوني مراعات ورکړل شي، تر څو دوى هر بل کلیوال ؤوژني، چې دوى ته د طالبانو خواخوږې ښکاري او یا هم د امریکایی او ناټو د منافعو یعنې استعمار سره مخالفت ولري. ددې تګلارې پلي کیدل دومره ګران کار ندې ځکه چې ښکیلاک ګرو لا له وړاندې څخه د وزګارتیا کچه دومره لوړه کړېده چې خپلې کورنۍ ته د روزي ګټلو لپاره ځوانان هر ډول کار ته لاس اچوي او له همدې امله په تېرو نهو کلونو کې امريکايانو په افغانستان کې داسې کوم کار ونه کړ چې ګڼ افغانان دې په  کې د اوږد مهال لپاره کار پيدا کړي. دغه تګلاره په افغانستان کې پر حاکم ګوډاګي حکومت هم د زور د تأمیل له لارې منل شوې ده او ډیر ژر به لاهو کړل شي. د کرزي ګوډاګي حکومت کله چې لومړى ددغې پلان د مستردولو کوښښ وکړ، دا د افغانانو په سترګو کې یوازې د خاورو شیندل وو، ځکه چې وروسته يې ورته د خپل هغه امنیتي سلاکار په وینا افغاني رنګ ورکړ، څوک چې خپله د غرب څخه راغلې او د افغانستان تر مفاداتو ډیر د غربي هیودونو استعماري ګټو تأمین ته متعهد دى.
دغه نوې تګلاره د پنټاګون د جنرالانو جرمي کردار لا نور رابرسیره کوي. پټریوس په خپل دغه پلان کې په ډیرې هوښیارۍ سره خپل منځي جګړې او قومي مخالفتونه راپاري، او همدا شان یې په عراق کې تر سره کړی وو. جنرال جیمز مټیز، چې د پټریوس پر ځاى نوى قمندان دى هغه سړې دى چې په سن ډیاګو کې يې د ډیرو خلکو یوې غونډې ته يې په افغانستان کې د خپلې تجربې په اړه وويل: کله چې پر هغوى ډزې کوې نو ډیر خوند کوي. دا له دې کبله دومره په ډاډه زړه داسې خبرې کوي چې دوى (اوباما او د هغې ملګري یې) پدې پوه دي چې دا به ددوى په کړنلارو هیڅ اثر و نه غورځوي، ځکه چې دوى په افغانستان د کار په لټه کې لیونیو افغانانو ته پیسې او وسله ددې لپاره ورکوي چې دوى یو او بل ددې لپاره ؤوژني چې د امریکایي عسکرو تلفات کم کړل شي، او دا ځکه چې ددوى خلک (امریکایان) خو هسې هم د افغانستان د ولکې مخالفین دي.
د امریکا مالیه ورکونکي تل د هغو مالیاتو ښکار ګرځیدلي دي کوم چې د دوى د ورځني ګټو څخه ګرځول کیږي او بیا په افغانستان کښې یو فقیر افغان ته ددې لپاره ورکړل کیږي چې خپل بل فقیر ورور پرې ؤوژني او همداراز د امریکایي بډایه خلکو عواید لا نور هم اوچت شي. دا هغه زړه طریقه ده کومه چې د تفرقه واچوه او پرې حکومت وکړه پر تیورۍ ولاړه ده. دا هغه څه دي چې ښکیلاک ګرو تل ترې د هغو پر وړاندې کار اخیستې چې ددوۍ د ښکیلاک پر وړاندې يې په متحده توګه مقاومت کړې دى.
ددې تګلارې ګټې:
ددې سره سره چې په وییتنام کښې دغه پلان هغو پایلو ته ونه رسید کوم چې امریکې غوښتل خو بیا کله چې دغه تجارب په افریقې او عراق کښې وآزمویل شول، نتایج یې د تمې څخه ډیر زیات لوړ ول. د ټولو افریقایی هیوادونو ټول کانونه کوم چې په نړۍ کښې د کیفیت او کمیت له لحاظه لومړې مقام لري اوس ددوى په ولکه کې دي او د دې سره سره چې دغه کانونه د هغو هیوادونو خلکو پورې اړه لري خو هیڅ کله هم دوى ته ترې کومه ګټه نده رسیدلې. په همدې ډول اوس مهال د عراق ټول تیل امریکاییان لوټوي او عراقیانو ته ترې په هیڅ ډول ګټه نه رسیږي. په همدې ډول افغانستان هم لا تر اوسه څه مستثنی نه دى ګرځول شوى، بلکې لاندیني مسایل تر سره کیږي:
۱. افغانستان په نړۍ یو د هغو هیوادونو څخه دې کوم چې د نړۍ تر ټولو لوى د یورانیمو کانونه لري، دغه کانونه د افغانستان په مختلفو ولایتونو بالخصوص هلمند کې پراته دي، او که چیرې افغانستان په خپله وشي کولاى چې دغه کانونه استخراج کړي، د افغانستان کلنى عاید به له بل هر هیواده څخه لوړ شي. چیرې چې د افغانستان ټول وګړي د هغه حدیث سره سم کوم چې هر مسلمان په ټولو کانونو کې یو برابر شریک ګڼي، دغه کانونه نه یوازې دا چې د یو افغان او یا هم د افغانستان د حکومت له خوا نه استخراج کیږي، بلکه دغه کانونه په دا شان را ایستل کیږي چیرې چې دغه کانونه تر ډیر لرې پرتو سیمو پورې د بهرنیانو په محاصرې کښې واقع او دغه مواد د راویستلو څخه وروسته به هغه ځاى کې جوړ هوایي ډګر له لارې مخامخ بهر ته انتقالیږي. ددې سره سره چې په هلمند کې جګړه ډیره سخته ده او امریکاییان په دې ولایت کې د ډیرو زیاتو تلفاتو سره مخ دي، خو بیا هم دغه کار ددوى په ګټه دى او دوى د استخراج مخه یې په هیڅ ډول نه ده نیولې، ځکه چې د کان په ساحې کې په هیڅ ډول مزاحمت نه تر سترګو کیږي.
۲. د هلمند د تریاکو او مخدره موادو ټول انتقال د امریکایي استخباراتي ایجنسۍ لخوا پر مخ بیول کیږي او ددې لارې څخه دغې جاسوسي ادارې ته آن تر ۵۰۰ میلیاردو ډالرو ګټه رسیږي. که چیرې دغه تریاک د دارو ګانو د جوړو په موخه وکارول شي، نو افغانستان ته به ددې له امله ډیر اوچت کلنیز عایدات ترلاسه شي، خو له دې کبله چې ښکیلاک ګر د افغانستان حکومت ته ددې کار اجازه نه ورکوي نو ګټه يې یوازې دا ده چې د امریکایی استخباراتي کارونو او نوو وسلو تولید ته مصارف پوره کړي.
اوس مهال کله چې د کرزي حکومت ددې کوښښ کوي، ترڅو د بهرنیو کمپنیانو په راغوښتلو سره د کانونو کیندنه په مستقله توګه پیل کړي، دا نه یوازې دا چې ددوى د وس څخه بهر خبره ده او موجود ښکیلاک ګر پوځیان به ورته په هیڅ ډول جواز ورنه کړي بلکه ددغو سیمو امنیت به هو به هو لکه د عینک لوګر د امنیتي وضع په شان خرابه  کړي او بیا د کور په کور د جګړې د پیله څخه وروسته به د هلمند د یورانیمو د کان په څیر دا هم د دوى تر محاصرې او لوټ لاندې راوستل شي.
ښاغلى کرزى دې پر دې پوه شي چې اوس مهال هغه یوازې د شاه شجاع او ببرک کارمل سره برابرې لري، خو ددې پلان په تر سره کیدو سره به دى د تاریخ په پاڼو کښې تر ټولو لوى غدار وشمیرل شي. حدیث مبارک په ډاګه کړې ده چې د قیامت په ورځ به د هر غدار لپاره یو بیرغ ولاړ وي، چې د هغې د غدر په اندازه به لوړوالى ولري. او تر ټولو اوچت بیرغ به د غدار حاکم وي.
کرزى چې لا تر اوسه پورې ځان ته د مسلمان خطاب کوي او د خلکو له خوا هم مسلمان ګڼل کیږي، بايد پوه شي چې هغه د ټولو هغو نصوصو سره چې د فاسق، غدار او جابر حاکم په اړه نقل شوي دي، سمون لري او له همدې کبله به د آخرت په ورځ د ډیرو سختو سزاګانو سره مخ شي. نو لدې کبله دى د الله څخه په ویرې سره د ګوډاګي توب څخه نور لاس واخلي او بیا دې:
لومړى، د دغې کور په کور جګړې څخه د مخنیوي لپاره دغه پلان بیرته مسترد کړي، بیا دې خلکو ته د کار د زمینې برابر تابیا وکړي او ورپسې دې د یرغلګرو ځواکونو د ویستلو لپاره ملا وتړي او د اسلام د بیرته اوچت کیدو لپاره دې هلې ځلې پیل کړي کوم سره چې د انسانیت د بقا او هوساینې ضمانت کړل شوى دى. په دې سره به نه یوازې دا چې د فاسق، جابر او غدار حاکم هغه کوم مهر چې پر تندي یې لګیدلى دى او د تاریخ په ټولو پاڼو کې به ترې یادونه کیږي څخه خلاصون ومومي او نه يوازې د میرویس کرزي په سترګو کې به هم ځان ته عزت وګټي، بلکې د الله متعال پر وړاندې به هم سرخروى او د عزت (ایمان) خاوند وي. په یقین سره چې ټول د عزت او قدرت خاوند الله تعالی دى او ددې ټولو پر کولو سره هغه کسان چاچې دى یې خپل ګوډاګى ګرځولى دى، ده ته بهرهیڅ زیان ونشي رسولاى. ان شأالله
په درنښت