د ۲۰۱۰ م کال د اګست ۱۰ مه
د ايـکـونـومـيسټ مـجـلـه
ايکونوميسټ (The Economist) د انګلستان يوه ژوره تحلیلي او خبري مجله ده چي په هره هفته کي په انګرېزي ژبه په لندن کي خپريږي . دغه خپرونه په واقعي مفهوم سره د مسلطي کاپټاليسټي اقتصاداستازیتوب کوي او په غرب کي و لیبرالي اقتصاد ته متمایله تر ټولو افراطي خپرونه ده چي د انګلستان او امريکا د ښی اړخي سرمايې نړۍ واله اهداف او افکار تبليغوي . دغه مجله دخپل فکري بنياد پر بنياد په سیاسي، اقتصادي، تجارتي، مالي، ساينس ، تکنالوجي او هنري عرصو کي په لوړه کچه تحلیلي خپروني لري .
د ايکونومیسټ مجله د کاپټاليسټي نړۍ د يوې لويي اقتصادي ډلي لخوا چي د ايکونوميسټ ګروپ ورته وايي (The Economist Group) پرمخ بېول کيږي . دد ې خپروني د سرمايې نيمه برخه د فايننشيل ټايمز په شرکت پوري اړه لري چي د پيرسن ال سي (Pearson PLC) يوه برخه ده ، پاته يې د هغه ډلوپه لاس کي ده چي ځانته خپلواکه سهم لرونکي وايي او همدارنګه په انګلستان کي د روټشيلډ د مشهوري بانکي کورنۍد غړو (The Rothschild banking family of England) سره ده چي کار وبار يې زياتره يهودان پر مخ بيايي . د ايکونوميسټ د مجلې باصلاحيته مسؤل مدير د مديره هيئت لخوا ګمارل کيږي چي د هغوی د اجازې نه پرته يې بل څوک او مرجع د عزل او تبدلېدو صلاحيت نلري .
د تاريخي وجهي له رويه و ايکونوميسټ ته چي په انګريزي ژبه د اقتصاد پوه معنی ورکوي ، د يوې ورځپاڼي په حيث کتل کيږي حال داچي دغه خپرونه هره ورځ نه چاپيږي او د يوې اوونيزي خبري مجلې په توګه هره هفته پر يوه برېښندونکي او روغني کاغذ باندي خپريږي .داکونومیسټ په مطالبو کي سياست او نړۍ وال تجارت مرکزي ټکي دي او د جهاني کېدو يا ګلوبلازېشن د پروسې ملاتړ کوي، خو دتکنالوژی ، علم، د کتاب او هنر و معرفت ته هم د خپرېدو ځای لري .
دغه مجله په هر دوو هفتو کي يوه اختصاصي ضميمه هم خپروي چي د نړۍ د يوې خاصي سيمي يا د تجارت د يوې خاصي حوزې په هکله ژوره تحليلي څېړنه لري . د اکونومیسټ مقالې چي اغلباً په زيات تعصب سره ليکل کيږي په ليکنو کي د ليکوال نوم نه ښوول کيږي،يعني دا چي څوک نسي کولای په مقالو کي خپل نوم د ليکوال په حيث درج کړي . حتی په دې مجله کي د مسؤل مدير نوم لا هم نه خپريږي مګر هغه وخت چي دا ضرورت پيدا سي، يا داچي د خپل ماموريت په پای کي نوموړی په خپل نامه يو څه و ليکي .
د ايکونوميسټ مجله د لومړي ځل د پاره په کال ۱۸۴۳ کي د جميز ويلسن (James Wilson) لخوا چي يو اسکاټلينډی، ليبراله سياست دان او اقتصاد پوه وو،خپره سوه . په هغه وخت کي اقتصاديت يا (Economism) وهغه څه ته ويل کېدله لکه نن چي و هغه ته مالي محافظه کاري يا (Fiscal Conservatism) ويل کيږي . ايکونوميسټ هم د اقتصادي لحاظه او هم د ټولنيز کردار له رويه په کلي توګه ليبراله چلند لري ، په اقتصادي او ټولنيزو عرصو کي د دولت د لاس وهني مخالف او د آزاد تجارت او خلاص بازار څخه ملاتړ کوي ، دغي مجلې دکال په ۱۹۸۰ يمه لسیزه کي دسخت دريزه محافظه کارانو څخه لکه په امريکا کي د جمهور رئيس رونالډ رېګن او د انګلستان صدراعظمه مارګريت ټېچر غوندي واکدارانو څخه د فاع کوله او د هغه نه مخکي په و يټنام کي د امريکې د جګړې ملاتړ کونکې وه . د همجنس بازيويا (Gay Marriage) څخه چي يو اخلاقي ضد بدعت دئ، هم ملاتړ کوي .
په ايکونوميسټ کي تر ټولو قوي مقالې د خپروني په پيل کي د Leaders ترعنوان لاندي خپريږي . دغه لیکني په عين حال کي چي مختصري دي خو د خپل تخصص له پلوه مغزن اطلاعات هم پکښې ځای دي .
د اکونوميسټ د سرمقالو هر ستون و يوې خاصي حوزې ته مختص سوی دئ . ددې ستونو نومونه دهغوی د محتوی ښکارندويي کوي . د انګلستان داخلي خبرونه او موضوعات د بګهوټ (Bagehot ) په ستون کي شنل کيږي . دغه نوم د والټر بګهوټ (Walter Bagehot) د نامه څخه اخيستل سوی دئ چي په نولسمي پېړۍ کي د انګلستان د اقتصاد او اساسي قانون د کارپوهانو څخه وو، نوموړی بيا د اکونوميسټ د مجلې اولنی مسؤل مدير هم وو. دغه ستون په انګلستان پوري تړلي خبرونه او حالات په بر کي لري . د چارليمان (Charlemagne) په نامه ستون و مشهوره چارليمان ته اشاره ده چي په منځنۍ پېړۍ کي د فرانکانو د امپراتورۍ بنسټ ايښودونکی وو . په دغه ستون کي خاصتاٌ د اروپا مسائل څېړل کيږي . د لګزنګټن (Lexington) په نامه يو بل ستون چي د امريکا د ماساچوسټ په ايالت کي د يوې سيمي نوم دئ . دغه سيمه په اتلسمه پېړۍ کي د امريکا د خپلواکۍ د جګړو د شروع کېدو سیمه وه . په نوموړی ستون کي بیا د متحده ایلاتو امورات را سپړل کيږي . بل ستون د بټن ووډ (Buttonwood) ستون دئ چي د نيويارک دوالسټريټ په جاده کي د يوې درختي و نامه ته نسبت ورکول کيږي چيري چي د لومړي ځل د پاره به هلته سوداګر او تجاران سره راټولېدل . دغه ستون هم د امريکا و مالي مسائلو ته وقف سوی دئ .
د ايکونوميسټ په اينټرنيټي شبکه کي د هفتې اهمي موضوعګاني را ټوليږي او د کال ۱۹۹۷ راهيسي د خپلو خپرونو ټول آرشیف هم پکښې خوندي سوی دئ .
په داسي حال کي چي اکونوميسټ مجله په شپږو هيوادو کي خپريږي خو د تيراژ په سلو کي ۸۳ يې د انګلستان څخه د باندي خرڅيږي ، ددې خپروني تيراژ په هفته کي د يو ميليون او ۶ لکه نسخو په شاوخوا کي دئ چي نيژدې نيمايي برخه يې په شمالي امريکه کي توزيع کيږي . په اروپايي هيوادو کي هم خپل زیات شمېر مخاطبان لري او څه ناڅه ۱۱٪ يې په اسیا کي خرڅيږي .
د هغه څه نه پر خلاف چي د يوې خبري مجلې څخه څوک تمه لري د ایکونوميسټ د مجلې تحليلونه او مقالې سطحي ندي بلکه دهغوی په متن کي د ژورو څېړنو مجموعه پرته ده چي زیات معلومات او پرحجمه ارقام او اطلاعات پکښې را ټول سوي دي . داکونوميسټ مجله د هغو کسانو د زیاتي پاملرني وړ ده چي په ټولنه کي يې کردار رغنده تأثير لري ، هغوی چي ځانونه د سياست د بازيو مهمي مهرې او ددې ميدان اصلي بازيګران ګڼي . د دې د مجلې مقالې په ظاهره زياتي تخصصي او مسلکي ښکاري خو د موضوعګانو څېړنه يې په ډېره سلیسه او روانه ژبه روانه ده چي و خپلو اهدافو ته يې د لوړي سويې د تحصیل يافته ګانو سره يوځای غیر مسلکي مخاطبان هم ورته را جذب کړي دي .
مأخذونه او منابع :
http://en.wikipedia.org/wiki/The_Economist
http://en.wikipedia.org/wiki/Rothschild_banking_family_of_England
http://en.wikipedia.org/wiki/James_Wilson_(UK_politician)
ددې لړۍ خپرې سوي برخي :
۱ –سريزه
۲- هندو
۳- فرانس پريس
۴- الاهرام
۵- رويټر
۷- ايتارتاس
۹- بي بي سي
۱۰- شينهوا
۱۱- واشنگټن پوست
۱۲- نيويارک ټايمز
۱۳- وال سټريټ ژورنال
۱۴- سي اين اين
۱۵- شپيگل
۱۶- لومونډ
۱۷- الجزيره
۱۸- يوميوري شيمبون
۱۹- اساهي شيمبون
۲۰- فايننشييل ټايمز
۲۱ – ټايمز آف اينډيا
۲۲ – ګارډين
۲۳ – د اکونوميسټ