شاهدغزینوال
داګست دمیاشتې په لومړۍ نیټې ټایم مجلې په لومړي ټایټل دیوې افغانۍ میرمنې داسې زړه بوږنوونکی انځورخپورکړچې په ټوله نړې کې شوراوغوغا راپورته کړه .
نوموړې مجلې د یوې خپلواکې اوناپیلې رسنۍ په توګه تردغه تصویرلاندې دامریکايي پوځې سیاستوالو په استازیتوب په غټوتوري کښلې : که مونږ افغانستان پریږدو نوبیابه هالته څه رامنځته کیږي ؟
دنومړې تصویر دزړه دردوونکې موضوع په تفصیل کې دمجلې سرمحرر ریچارډ سټینګل Richard Stengel ښه اوږده لیکنه هم کړي چې تراوسه پورې ورباندې د ۵۰۰ په شاوخواکې دلوستونکو لخوا تبصرې ليكل شوې. ددغوتبصرو لپاره دهغوئ لیکوالو ډول ډول سرلیکونه ورته غوره کړي .
چالیکلي امریکایان په افغانستان کې خپله ماتې دعائشې په پوزه کې پټوي .
چالیکلي چې دا په افغانستان کې دښځې له کوره وتلو جزاده .
پرو فیسرې بريام فادا ګوپال Briamvada Gopal دتیرې چارشنبې په ورځ په ګارډین ورځپاڼې کې دنومړې تصویر په اړه ولیکل : دښځو اونارینه وو دحقوقو دمدافعینو له لوري دافغاني ښځو د داشانې انځورونه خپرول په افغانستان کې دامریکايي ځوکونو دپاتې کیدلو لپاره یوه ناوړه پلمه بلل کیږي ،اوټایم مجله په دغه ناقانونه پلمه جوړولوکې له امریکايي سیاستوالو سره شریکه ده.
ايرين كارمون Irene Carmon نومې مشهوره لیکواله په جیزیبل Jezebel ويبلاګ كې دنوموړي تصویر په اړه لیکي : ددغه تصویر له خپرولوڅخه اصلي هدف ترهغه لاندې کښل شوی عنوان دی نه پورتنی تصویر.
خو دټایم مجلې سرمحرر ریچارډ سټینګل Richard Stengel بیا په خپلې لیکنې کې دنومړي تصویر خپرونه په حقیقت دامریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دافغاني ښځې دناوړه وضعیت یوژوندی انځور بللي.
په دغو تبصروکې ډیروداهم لیکلي چې دطبي مقرراتو له مخې دداسې دردوونکو تصویرونو خپرول یوناسم کاردی ؛ ځکه دهغه لیدل په ډیرو ناروغې لرونکوخلګو ناوړه اغیزه کوي اوله همدې امله کومې رسنۍ یا انټرنیټي ویب پاڼې چې د داشانې تصویرونه ځانګړې برخې لري هغوئ دتصویرونو تر لیدوله مخه یو خبرداری خپروي چې ماشومان اودزړه دبیماریو لرونکې ناروغان دي دویب پاڼې دغه برخه نه ګوري.
په هرصورت : په افغانستان باندې له امریکايي یرغل نه وروسته په افغان بیوزله اولس ډیرې داشانې زړه بوږنوونکو صحنې راغلې چې دروغو انسانانو په روحیاتو باندې ډیرې بدې اغیزې پري ایښې، اوروحي ناروغان يې تري جوړکړي ، روحي ناروغان خويې ګردسره دلیدلو تاب نشي راوړای.
په امريكايي بمبارۍ کې دننګرهارۍ ځوانېمرګې ناوي دشهادت له ویرجنې صحنې رانیولې بیا د فراه دبالابلوک ،دهرات دعزیزآباد دهلمند دسنګین ،دقندهار دژیړۍ دروزګان ،زابل ، قندوز ، کونړ ،خوست ،پکتیا،پکتیکا ،غزني ،لوګر،کاپیسا ،لغمان ……. ترسلګونو ویرجنو صحنو پورې ډیرې داسې پیښې دي چې هره یوه يي دلسګونو اوسلګونوبیوزله انسانانو دزړه لړزوونکو ویرونو اودردونو شاهدې وركوي.
په ۲۰۰۷کال کې دکاپیسا دتګاب په ولسوالې باندې دامریکایانوله لوري دسپینو پاسپورو لرونکو بمونو دبمبارۍ له کبله د نوريي نومې افغانې ماشومې تصویر دعائشې ترتصویر ډیرزړه بوږنووکی وو ځکه دهغې دمعصوم بدن ټولې برخې ددغو سوځونکوبمونو سوځنده لمبو سختې سوځولې وې ،همداراز دفراه دبالابلوک دښځو ،ماشومانو اوسپین ږیریو مکمل سوځیدلې انځورونه دټایم ترخپاره کړي تصویر ډیر دزړه سوي اوخواخوږۍ وړوو .که ټایم مجلې دعائشې تصویر ریښتیاهم له افغاني میرمنوسره دانساني خواخوږۍ اوخپل ژورنالیستیکې رسالت له مخې خپورکړی وي نو ترهغې خو هغه نوردلسګونو بلکې د سلګونو ویرجنوښځو تصویرونو دلومړیتوب حق درلود چې دامریکايي ځواکونو په بمباریوکې په دغه ویر اخته شوې وې ، خو دلته د مسلکي رسالت په ځای اجرتي چوپړ ته ارجحیت ورکړل شوی اوهغه د ايرين كارمون په وینا خبره ترتصویر ډیره دهغه د عنوان په موضوع راڅرخیدلې.
اوس که دټایم مجلې له چلوونکو څخه داپوښتنه وشي چې ستاسودادسولې پرښتوچې په افغانستان کې دسولې ،ترقۍ اودیموکراسۍ په نوم په زرګونو ژوندیو انسانانو اورونه بل کړي ،هغوئ یې وژلي او ټپیان کړي …… دهغوئ په اړه موپه تیرو( ۹) کلونو کې ولي يوځلې دخپلې مجلې په ټایټل باندې یوتصویر نه کړ خپور چې بیامو ترلاندې دغه سوالیه عنوان لیکلای وای چې : مونږ(امریکایان) ولې په افغانستان کې بیوزله انسانان په سوځوونکو بمونو وژنو؟
امریکايي حقیقت پټوونکي مطبوعات خو دخپلې مذهبي (صلیبي )اوسیاسي تګلارې له مخې بشري حقوق یواځې ترخپلو هم مذهبو اوهم فکرو پرګنو او ولسونوپوري محصور بولې او نورو انسانانو په تیره دمسلمانو انسانانو په حقوقوتیري ته بلکل دتیري په سترګه نه ګوري چې دامریکایانو له له لاسه په عراق او افغانستان کې دمظلومو مسلمانانو ډیرې زړه دردوونکې پیښې زمونږ ددغې ادعاښکاره ثبوت دی.
خوحیرانتیا دځیني هغو افغاني مطبوعاتو کړووړو ته ده چې د دغو حقیقت پټوونکو امریکايي مطبوعاتو داجرتي ترجمانانو په توګه همداسې په پټو سترګو دهغوۍ وچ اولانده ټول سره یوځای کوي اوبیا يي دخپلو رسنیو له لارې په افغانانو لولي .
دبیلګې په توګه دعایشې نومې میرمنې دتصویر په اړه په ځینو افغاني رسنیوکې کټ مټ دټایم له لوري دخپاره کړل شوي رپوټ محتویات ترجمه اوپه لاندې بڼه خپاره شوي :
{د هغې افغان مېرمنې عکس د ټايم مجلې پر ټايټل چاپ شوى، چې وسلوالو طالبانو پزه ورڅخه پرې کړې ده. د عکس د چاپولو يو علت دا ښوول شوى چې د طالبانو عدالت خلکو ته وښيي، دوى له دې ١٨ کلنې مېرمنې پزه پرې کړې ده.} اوس که دنوموړي تصویر موضوع ته له افغاني دیدوانه وکتل شي نو هالته سړي له دوواقعیتونو سره مخ کیږي :
لومړی داصل رپوټ دترجمي امانت داري .
دوهم په افغاني ټولنه کې د داسې بدمرغو پیښو رامنځته کیدل دیوه قبیلوي جاهلانه عادت په توګه.
داواقعیت دی چې دغه راز ناوړه اووحشیانه پیښې لکه دښځوپه وړاندې زورزیاتی ،دهغوئ په بدي کې ورکول ، دهغوئ دخوښې خلاف واده کول ،وهل ،ټکول له بده مرغه دافغاني ټولنې په ځینو جاهلوکورنیوکې ډیرې پیښیږي چې دهغوئ پیښیدل ددې ټولنې دځینو جاهلوکورنیو دخپل منځي جاهلانه عادتونو اوسرټمبګیو نه ماسیوا بل هیڅ انساني ،اخلاقي اواسلامي مجوز نه لري .
طالبان چې دیوه مذهبې تحریک په توګه نن دامریکایانو دیرغل په مقابل کې ولاړدي دداشانې کارونوسرته رسول دخپلې مبارزي له اهدافوسره یومتناقض عمل بولي او دانساني عقل اومنطق په اساس هم دهغوئ له خوا دداسې کارترسره کول ناشونی ځکه دی چې هغوئ ته له تاوانه پرته نه دینې ګټه لري نه دنیوي ،اودغه شانې کارونه ترطالبانو ډیرله مخې هم په افغاني ټولنه کې پیښ شوي .
خودغه افغاني رسنۍ سره له دې چې دخپلې ټولنې له دغه واقعیت سره ښه بلدیت هم لري بیاهم دځینو دستور ورکوونکولوریو دارضاء په خاطر هرهغه څه چې په امریکايي مطبوعاتوکې خپریږي همداسې کټ مټ نشرته سپاري چې دغه کار دژورنالیزم دروند مسلک له ژورنالیستیکې رسالت نه دیوه اجرتې چوپړ په لوري بیایي او ژورنالیستانوته په کارده چې دخپل ژورنالیستیکي مسؤلیت له مخې ټولنیزو واقعیتونوته په فرمایشي دستورونو باندې لومړی وبولي نه داچې دروابطو په پاللوکې ضوابط ترپښولاندې کړي.
په دغه لیکنه کې زما موخه دانده چې زه دطالبانو دمعصومیت دعوه کوم ؛ زه دامنم چې طالبان به حتما دخپل انساني طبیعت له مخې په خپلو کړو وړوکې ډیرې نیمګړتیاوي اواشتباهات لري ،دهغوۍ اشتباهات اونیمګړتیاوې په خپل ځای خبره ده مګر دابه ډیره بي انصافي وي چې دیرغلګرو دښمنانو په خولو هغوئ ته دداسې کارونو نسبت وشي چې هغه هم شرعا ، هم اخلاقا او هم عرفا ناراو اوغیر انساني شرموونکی عمل وي.