بد كارمو كړى چي وركړي مو هغو ته زړونه
موږه سپارلي دي د ښكلو ولېمو ته زړونه
د غم به يار سي غم بې يار سي يار دهغه خلګو
چي وركوي څوك په دې ښار كي جنكو ته زړونه
چوپ پاته كيږو نور زموږ خبره نه اوري څوك
له ډيره وخته مو لېږلي دي خوبو ته زړونه
له هغه وخته مو خوښي ليدلې غم نه راځي
چي مو وركړي ستا د سترګو سېپارو ته زړونه
موږه يې ښه وايو پر موږه خو ډير ګران دى ثمر
موږه كرلي دي والله دشاعر پښو ته زړونه
غزل
زه د ښار ښا يستې لكه كمر تر ملا تړلى يم
داسي يوه چا لكه سره زر تر ملا تړلى يم
بېله دغه چا به مي ژوند اور واخلي لمبه به سي
سم لكه ماهى يو سمندر تر ملا تړلى يم
دغه ساغر هغه ساغر هره ورځ نارې وهي
زه د شرابيانو قلندر تر ملا تړلى يم
ها د فلسفې خاوند ها شتمن شاعر وايي
جوړه يمه ګودر يم ماځيګر تر ملا تړلى يم
نن بيا د هغې نامه په جار نارې وهلې چي
ډېر ډېر ورته ګران يمه ثمر تر ملا تړلى يم