زما ګران ارزګاني هېواد وال دې په دې ليكنه نه خپه كېږي. زما په خپلو ارزګاني وروڼو او خويندو د خداى پاك (ج) ټول مادي او معنوي نعمتونه پېرژو دي.دريغى چې ارزګان او ټول افغانستان د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په شان اباد واى. حكومتونو ورته ښكلي ښارونه او ښارګوټي په پلان كې نېولى واى، خلكو په دې ښارګوټو او شنو كليو كې ښايسته كورونه درلوداى، په دې كورونو كې د كور د هر غړي له پاره جلا- جلا كوټې واى، دا كوټې په سرو غاليو پوښلې واى، په هر كور كې سړې او تودې اوبه واى، خلكو د څښاك پاكې اوبه، پوره ډوډۍ، مېوه، شودې او سابه درلوداى. هر چا موبايل ټلفون، ټلويزيون، انترنټ،كمپپوټر، عصري پخلنځى، د لوښو وينځلو ماشين، د جامو وينځلو ماشين، موټر او د كرنې او كار عصري او پرمختللي وسايل درلوداى خلك ټول باسواد ه او د لوړو زده كړو خاوندان واى، هره خوا ښايسته ديني مدرسې، ښوونځي، كالجونه، جوماتونه، كلينيكونه، روغتونونه، سپورتي ډګرونه، پاركونه، باغونه، فارمونه، كارخانې او نور راز- راز مدني تاسيسات واى. ښځو او نارينه وو په ګډه په ټولنيز ژوند كې برخه اخستى ارزګان له نورو ولاياتو سره ډمبر سړكونه درلوداى، په ارزګان كې ټولنيز- اقتصادي ژوند داسې يوې كچې ته رسيدلى واى چې په موټرو، ريل او الوتكو كې تګ راتګ واى او خلكو يو ښكلى پرمختللى، هوسا، كراره او د ګډ تفاهم ژوند درلوداى او د دين مدرسينو او واعظينو هره روځ خلك نيكو چارو، اتفاق، ورولۍ، حلال ژوند، تقوى، صداقت، رښتينولى او سوله ايز ژوند ته رابللى.
اوسنى ارزګان وروسته پاتې ولايت دى، بل لور تېرو دېرش كلنو خونړيو جګړو داسې ځپلى چې هر اوسېدونكى يې درد ليدلې او رهر كاڼى – بوټى يې په وينو رنګ دى. د ارزګان د يتيمانو ټاټوبى دى او دا كلونه- كلونه كېږي چې خلك يې ژاړي او له سترګو څخه د اوښكو په ځاى ويني څڅوي.
اوسنى ارزګان د سپېرو كليو، سپېرو كورونو اوسپېرو خلكو كور دى هره روځ بمونه غورځي، هر ه روځ ماينونه چوي، هره روځ باړونه چلېږي او هره روځ نوې وينې توېيږي. اوسنۍ جګړې په ارزګان اور بل كړى او وچ او لانده يو ځاى سېزل كېږي.
په ارزګان كې په تېرو نهو كلونو كې د هالند د شاهي هېواد عسكر پراته وو. دا عسكر د امريكا د متحده ايالاتو د هغه ستر لښكر يوه برخه دي چې د طالبانو او القاعدې د ټكولو په موخه يې د نړۍ د څلورڅلوېښتو هېوادونو له عسكرو څخه جوړ كړي دي. د كال 2010 د جولاى په لومړۍ نېټه په افغانستان كې د هالندي عسكرو د ماموريت موده پوره كېږي او بېرته خپل هېواد ته ستنيدونكي دي. په هالند كې ويل كېږي چې دې هېواد ارزګان څخه د خپلو پخوانيو عسكرو د ويستلو له پاره لومړي 1400 كسان هلته استولي وو. دې مرستندويه پوځ د هغو لارو امنيت نېوه چې هالندي عسكر له خپلو وسايلو او وسايطو سره پرې د سپين بولدك يا تورخم په لاره تر كراچۍ پورې ورسي. د هالند حكومت د دې نقل و انتقال له پاره 130 مليونه ايرو بودجه په پام كې نېولې ده!
په هر صورت هغه څه چې زه يې د دې مقالې ليكنې ته وهڅولم د رسنيو هغه خبر و چې وايي هالنديان د جرمنيانو په مالي ملاتړ، په ارزګان كې يوه ښه نښه پرېږدي او د ارزګان خلكو ته يو لوى هوايي ډګر جوړوي!
د دغه هوايي ډګر د بنسټ ډبره د جولاى په 26 (زمرى4- 1389هـ ش) د هالنديانو د پوځي چاوڼۍ څنګ ته كېښودل شوه. په غونډه كې د ارزګان سرپرست وايي حاجي خداى رحيم جان، د هالند د PRT مشر او پوځي قوماندان جيمزمول، په ارزګان كْ د استراليايي پوځونو استازو او د ولايت چارواكو ګډون كړى وو.
ويل كېږي چې د ارزګان د هوايي ډګر په پروژه كې به 17 مليونه ايرو ( 21,500,000 ډالره ) ولګول شي چې پيسې يې د هالند او المان حكومتونه وركوي. د داسې يوې سترې پروژې د بنسټ د ډبرې د اېښودلو په مراسمو كې، د افغانستان د حكومت كوم وزير برخه نه وه اخستې، حتى د ملكي هوايي چلند د وزارت معينيان يا كوم لوى رييس هم نه و ورغلى؛ خو والي حاجي خداى رحيم جان دا يوه ګټوره پروژه بللې او د هالندي PRT مشر ويلي چې هالنديان له ارزګان څخه د تګ په درشل كې، دې خلكو ته يو تاريخي خدمت كوي او له دې وروسته به د ارزګان خلك له دې هوايي ډګره د افغانستان نورو ولاياتو او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته الوتنې كوي!!؟؟
ډېره عجيبه ده د يوې داسې پروژې د كار پيل په مراسمو كې د حكومت لوړ پوړو چارواكو او په تېره د اړوند وزارت مسوولينو برخه نه ده اخستې چې 17 مليونه ايرو لګښت پرې راځي. په داسې حال كې چې همدا چارواكي كله بيا د پنځه ويشت زره ډالرو پروژې ته ورزغلي او خپل عكسونه ټلويزيونونواونورو رسنيو ته استوي چې خلك يې د كار په وخت كې وويني او شاباس پرې ووايي!
په افغانستان كې د ملكي هوايي چلند، هوايي ډګرونو او الوتكو تاريخچه د ډېرو نورو پرمختييا يي كرونو په شان، د اعلحضرت غازي امير امان الله خان وخت ته رسي. په افغانستان كې د ملكي هوايي چلند لومړنۍ اداره په كال 1331 هـ ش، لومړنى هوايي شركت( اريانا افغان) په كال 1333 هـ ش كې او د كابل د نړېوال هوايي ډګر په 1333 كې جوړ شوى، وروسته دوهم ستر هوايي ډګر د كندهار دى چې په كال 1341 هـ ش كې د امريكا د متحده ايالاتو په تخنيكي او مالي مرسته، الوتنو ته چمتو شوى دى.
د كندهار د هوايي ډګر د عصري كولو او پراخولو نظر څو كاله مخكې د ملكي هوايي چلند د نړېوالې ټولنې متخصصينو وركړى و. په هغه وخت كې هغه الوتكو چې له اروپا څخه ليرې ختيځ ته الوتنې كولې، پستون لرونكي ماشينونه درلودل لكه DC-6 د دې الوتكو د تېلو زيرمه كوچنۍ او سرعت كم و او د ليرو الوتنو په جريان كې به د لارې په مسير كې د تېلو د اخستلو له پاره ښكته كېدلې. نوموړو متخصينو اټكل كړى وو چې د كندهار لوى هوايي ډګر د ترانزيتي اسانتياوو او تخنيكي او لوژيستكي خدماتو په وړاندې كولو سره ښه ځاى بلل كېږي او د افغانسنان سوداګرۍ به ور سره په مخ لاړه شي.
د كندهار نړيوال هوايي ډګر دهمدې محاسبې پر بنسټ په كال 1341 هـ ش كې الوتنو او كيناستو ته چمتو شو چې 3200m اوږده رنوې، د برېښنا، مخابرې، راډيو، لارښوونې او څار عصري سيستمونه يې درلودل. په دې ډګر كې د ترانزيت مسافرو له پاره يوعصري هوټل هم جوړ شوى و؛ خو تر دغه وخته پستون لرونكې الوتكې له موډه لوېدلې او ځآى يې داسې جټ الوتكو نيولى وو چې بې له ښكته كېدو او تېل اخستلو مطلوب ځاى تلې او خپل مسافر يې په لنډ وخت كې رسول.دغه پرمختګ هغه وړاندوينه په اوبو لاهو كړه چې كندهار به په يو لوى ترانزيت ځاى بدلېده او د اروپا او ليرې ختيځ تر مينځ تلونكې الوتكې به هلته ښكته كېدې. كه داسې شوي واى؛ نو د كندهار نړيوال هوايي ډګر به دولت ته د عوايدو په يوه ستر مركز بدل شوى واى. له بده مرغه چې داسې ونه شول او د افغانستان دولت او د هوايي چلند چارواكي په دې كې پاتې راغلل چې بهرني الوتكې په دغه ډګر كې كيناستو ته وهڅوي.
له دې وروسته د كندهار هوايي ډګر د دولت له پاره يو مصرفي ځاى و د ډګر پرسونل او حفظ او مراقبت تل له دولت څخه بودجه اخسته؛ خو عوايد يې نه درلودل او هغه پيسې بېرته حصول نه شوې چې د ډګر په جوړولو لګېدلې وې.
د كندهار د هوايي ډګر كيسه موځكه وليكله چې د ارزګان د هوايي ډګر سرنوشت په به كټ-مټ همدا شان وي. داسې ښكاري چې د افغانستان حكومت، ښاغلى كرزى، وزيران او د ملكي هوايي چلند د وزارت چارواكي اصلاً به دې ستره پروژه خبر نه دي. د هوايي ډګرونو جوړول د والي او پوځي قوماندانانو كار نه دى. دا د متخصصينو او پوهانو كار دى . د ا ډېره دقيقه مطالعه غواړي، په دې كار كې بايد د ملكي هوايي چلند د نړيوالې ټولنې ماهرين ګډون ولري. د ارزګان د هوايي ډګر له پاره بايد فني، تخنيكي، عملياتي، او تجارتي معلومات راغونډ او داسې يو راپور وليكل شي چې د ډګر د جوړولو ضرورت پكې تثبيت او ګټورتوب يې ثابت شي.
كه د 17 مليون ايرو پروژه يوازې د حاجي خداى رحيم جان او ښاغلي جيمز مول په خوښه جوړېږي ا وهېڅ راز مقدماتي مطالعات يې نه وي بشپړ شوي؛ نو زه په زغرده ويلاى شم چې دا به يوه نمايشي، سليقوي او سياسي پروژه وي او هېڅ ګټه به ونلري او د ارزګان هوايي ډګر به هيڅكه يو ستر ملي يا نړيوال ډګر نه شي او دا 17 مليونه ډالره به د سيمه ايزه چارواكو، قرارداديانو او د PRT د ځينو مشرانو جيبونو ته ولويږي او ډګر به هيڅ تجارتي، عملياتي ارځښت ونه مومي او حفظ او مراقبت به يْ د دولت په بودجه بار شي.
كه څه هم په ارزګان يا د افغانستان په هر ولايت كې د پيسو لګول ښه كار دى او خلكو ته څه نا څه كار پيدا كېږي؛ خو د پيسو په لګولو كې بايد له منطق څخه كار واخستل شي. په تېرو نهو كلونو كې په افغانستان كې ډېرې پيسې همداسې په اوبو لاهو شوې چې هېڅ ګټه يې ونكړه او د خلكو په ژوند كې يې ډېر مثبت بدلون رانه ووست.
زه غواړم چې د ارزګان خلك د دې پروژې مخه ونيسي. دا د دوى په راتلونكي ژوند هېڅ اغېزه نه لري، خلك دې مركزي دولت او هالندي PRT دْ تا اړ باسي چې په دې پيسو توليدي پروژې ورته جوړې كړي د مثال په توګه نوې كرنېزه زمكې دې جوړې كړې چې زراعتي محصولات زيات شي، د اوبو او بريښنا بند دې جوړ كړي، فابريكې دې جوړې كړي او لنډه دا چې دا پيسې دې په داسې پروژو ولګېږي چې توليدولري، او پيسې بېرته جوړې كړي چې د وران پيدا شي او د اقتصاد خرڅونه په حركت راولي. كه داسې نه وي او پيسې د هوايي ډګر په پروژه ولګول شي، اوس به يو څو عسكري هليكوپترونه ځنې والوځي؛ خود بهرنيانو له وتلو وروسته به اونۍ كم يوه الوتكه هم نه ورځي او د ډېرو پيسو يوه پروژه به بې استفادې او راكره پرته وي او د كندهار د نړيوال هوايي ډګر كيسه به يوځلې بيا تكرار شي!
چې خبره را لنډه كړو هالنديان، جرمنيان او د افغانستان چارواكي دې، د داسې پيسو د لګولو په كار كې له منطق څخه كار واخلي.ارزګان هوايي ډګر ته اړتيا لري؛ خو داسې يو ډګر ته چې په اوسنيو شرايطو كې د خلكو ستونزې رفع كړى شي. د ډېر ستر او عصري ډګر جوړول مانا به داسې وي لكه د يو چا چې پښې لوڅې وي؛ خو په سر يې قره قلي وي!
ارزګان زمكو، فارمونو، كارخانو او توليدى پروژو ته اړتيا لري، كه د عامو خلكو اقتصادي وضع ښه نه وي او د صادراتو او وارداتو وس ونه لري، څوك به د ارزګان له هوايي ډګره د افغانستان نورو ولاياتو او د نړۍ هېوادونو ته سفرونه كوي!!؟؟