متن : اوس مې په غزل کـې هاغه رنــگ نشــته
شونډو کې موسکا د سترگوجنگ نشته
ديــــري موشــاړي يــاران ورک له مــاشــو
ځـــکه چـــلـــم کــې مــو اوس بنــگ نشـته
څـــومــــــره خفـــه يــي د چــينــي چــينــــاره
چــي د مطـــرب د ربـــاب ترنـــگ نشتــــه
مـــلاله گور کـــې په افســـــوس پـــرتــــه ده
چـــې د پښـــتـــون د تـــوري کړنـگ نشته
څنــــگه بــــه وليــــکې غـــزل (محــــــبوبـه )
چې د ليـــلا د بنــــگړو شــــړنــــگ نشتــه