ملګرو نن بيا زوریږم د وطن ارمان کومه
د سرو زرو په قفس کې د ګلشن ارمان کومه
چاچاپيره سکروټې دی زما زړه پکښې داغیږی
خړې کوڅې او سوزیدلې چمن ارمان کومه
=========================
=========================
=========================
زما چوپتا مه ګڼه انکار ګلې زه شرمیږمه
زه پښتون يم نه را ځی اقرار ګلې زه شرمیږمه
ته را نه د مینې خبرې په ډک محفل کې غواړی
کله له ما نه شی دغه کار ګلې زه شرميږمه
جاوید احمدزی بلجیم