وړه رساله: ( اذان البلال فی رؤیة الهلال « دروژې اواختردمیاشتولیدلواحکام» )
غټه مسئله : په کومه ورځ روژه اوپه کومه ورځ بایداخترشي؟
دارساله دمفتی زاده مفتی مولوي عبدالحمید(هادي) دعلمي اثارو دنوي چاپ ډالۍ ده چی دډیروغو
ښتنوسره سم یوځل بیا دارشاد تعلیمي اونشراتي اداري لخوا دري زره عدده رسالي چاپ او په فارسي پښتواوعربي ژبووژباړل سوي شائقنواومحقیقنوته زېری ورکؤترڅودمبین دین (اسلام) لپاره دچوپړ وړ وګرزي .
په دې رساله کې :
لومړي بحث فی الشهادة علی روئیة الهلال (دمیاشتی په لیدوسره شاهدي ورکول)
دوهم بحث : په داسی ښار او کلیوکې چي حاکم نه وی په کې (وګړي بایدڅه وکړي)
دریم بحث : دراډیواو نورو تخنیکي وسائلوباندي دروژي او اختر دمیاشتی لیددولوحکم
څلورم بحث : په اختلاف دمطالعوکې (چي معتبردي که نه؟)
پنځم بحث : په قول دمنجمینو او موقتینوکې
شپږم بحث : په لوی اختر کې ورځ اواحکام
اووم بحث : دا چی مفتی داختریا روژې اعلان وکړي
اتم بحث : داچی قاضی یا مفتی د روژي یااختردمیاشي حکم نه ورکوي ، خومیاشت لیدل یقني وي.
دپام وړټکی!
دروژي میا شت دبرات دمیاشتي په نه ویشتم ورځ دغروب وخت دلیدلو مهال دي چي لیدلوغوښتنه ئی په هرمسلمان واجب اولازمې ده (کذا فی هندیه ص ۱۹۷ ) خودا مسئله یو پیچیده مقام ته رسیدلي چي دنړۍ دیوشمیراسلامي هیوادنودعلماء کراموپرې ژور اختلاف موجود دي چي په هغه کې یو اختلاف دمطالعو دي ( ) چي بعضی وائی معتبر اوبعضي وائي نه دي معتبر ، خودلته داموضوع څیړل شوي چي ایا اختلاف دمطالعو معتبر اوکه نه دي؟ په راډیو اونورو مطبوعاتي وسائلوباندي دروزي او اخترمیاشت دلیدلو خبرڅنګه دي ؟ که په سعودي عربستان کې چا میاشت ولیده مفتی اوقاضی ته ئی شاهدي وړاندي کړه نو ایاپه نورو هیوادونوکي هم ددوي دشاهدي خبرد راډیواویا نورو وسائلو لکه : ،ټی وي ،تلفون انټرنیټ او وغیره اسباب دخبراواطلاع ورکول دشریعت له نظره دمیاشتي لیدلودشاهدانو دشاهدي ورکولو خبر به څه حکم ولري ؟ سره لدي خبري چی اکثره علماء کرام دعربی نړي سره ددي خبرپه منلومتفق دي خوبعضی نوربیا چی په سرکی ئی دپاکستان یوشمیرعلماء کرام چی اکثریت ئی دبریالوي ډلي علماء کرام دي مخالفت ښئ اوځان ته ځآنګړي دلائل لري ، دافغانستان علماء کرام او د داسلامي امارت مشائخوهم دسعودي علماء کرامو اومصرالازهرپوهنتون استادانو اودپاکستان اکوړه خټک یوشمیر علماء کرامو چي ټول نظریولري اوپه راډیوسره خبرد تائید وړبولي او تردې رسالي وړاندي (داسلامي امارت )په مهال هم یوه رساله چي تحفة المسلمین فی مسائل روئة الهلال دمولانا ګلاف شاه خوستي صاحب دیوشمیرجیدو علماء کرامو له خوا تائید شوي اودپیښورداکرمیه مکتبی له خواچاپ شوي چی لاندينی علماء کرامو په تصدیق سره چاپ شوه چی هغه مهال به کله چي دسعودي اوعربي نړۍ هیوادونو له خوامیاشت ولیدل شوه بیابه ئي دهغه مملکت دسترې محکمې قاضی القضات ته شاهدي وړاندي کړه بیا به هغوي دهمدي شاهدانولړۍ دراډیوئی څپوپه زیریعه باندي دافغانستان یاکوم بل مملکت سترې محکمې ته وړاندې کوله یعني ټول اسلامي امت ته له دې زرائعوڅخه خبرورکول کیدي ،نوپرهمدې بناء داسلامی امارت په عصرکې علماءکراموچي ددې موضوع په تائيد (یعني دراډیوخبر) یوه مختصره فتوی صادره کړه چي لاندي علماء په کې شامل وو :
۱حضرت مولانا محمد انور صاحب دخوست ولایت دشوری علماء مشر۲حضرت مولانا چراغ الدین صاحب سابق رئیس شوری علماء اوخطیب دلاله رح جامع جومات ۳حضرت مولانا عبدالحکیم شرعي صاحب دعدلی وزارت معین ۴ حضرت مولانا عبدالرحمن صاحب دببرو قوم خطیب ۵حضرت مولانا خاضر بادشاه صاحب دلکڼ دمدرسي استاذ ۶حضرت مولانا سید ولي جان صاحب خطیب جامع مسجد چینی مدی خیل ۷حضرت مولانا ګل مرجان صاحب استاد دارالعلوم نورالاسلام بلندخیل ۸حضرت مولانا ګلزار صاحب شمل خیل ولسوالي باک ۹ حضرت مولانا فقیرالله صاحب قاضی محکمه ولسوالی باک مجاهد ورور۱۰حضرت مولانا زین العابدین صاحب خطیب قوم باک اود دمظهرالعلوم دمدرسي استاد ۱۱حضزت مولانا محمد ابراهیم صاحب دسراج المجاهدین دمدرسي استاد ۱۲ حضرت مولانا شفیق الله رئس شوري علماءکرام باک ۱۲حضرت مولانا افضل حسین صاحب دمظهرالعلوم استاد اودصبریو ولسوالي دعلماء کرامو دشوري رئیس ۱۳ حضرت مفتی محمدالله صاحب اوداسی حضرت مولانا مفتی سیدګلزار۱۴حضرت مولانا عبد الرحیم صاحب دمظهرلعلوم استاد ۱۵مولوي محمد شفق صاحب جضرت مولانا افضل حسین دصبریودمدري استاد حضرت مولانا مفتی عبدلجلیل صاحب اسماعیل خیل مولانا مفتی غیاث الدین صاحب متون ۱۷جضرت مولانا مفتی محمد کریم صاحب ۱۸مولانا زاهین شاه صاحب متون قوم ۱۹مولانا محمدنواب خان صاحب ۲۰مولانا قدیرخان صاحب نور… هغه کتابونه چی اخځنې (حوالي )تري اخیستل شوي په دي دول دي:بدائع الصنائع ، الفقهه الاسلامي، البحرالرئق ، فتح القدیر ، الفتاوی عالمګیري ، ردالمختار الشامي ، الفتاوی قاضی خان ، الفتاوی التاتارخانیه ، درس ترمذي له مولانا محمدتقی عثماني رح فتاوي دارالعلوم دیوبند ، رؤیت هلال مولانا مولانا محمد شفیع صاحب رح ،فقهی کچکول، له مولانا رسید احمد صاحب مدرس دارالعلوم حقانیه ،البنایه شرح الهدایه وغیره . خوزمونږ اداره ددې دواړو رسالو هرکلي څکه کوي چي دا ورځي داسلام دشعائروڅخه دي پرټولو مسلمانانوباندي لازمه ده چي روژه اوداخترورځ په یوه متحده فضاء کي ترسره کړي څودمسلمه امت داختلاف اوبلتون سبب ونه ګرزي دابه ډیره دنیک مرغي ورځ وي چی ټول مسلمه امت عرب اوکه عجم وي اوداهم لري نه ده چي دڅلورواړو مذهبونو پیروان دادعبادت میاشت په عبادت ،اذکارو،تلاوت ،سخاوت اوتوبو سره په یوه وخت پلي اوداخترونو مبارکي ورځي په ډیره خوشحالي اوسوکالي سره ولمانځي اونه دا چی داموضوع اومسئله په یوه سیاسي ،توکمیز،مذهبي اوجغرافئ سکښت سره بدله شي څودکفرنړي دلاس وهني لامل وګرزي ،دې موضوع ته دټول مسلمه امت توجه اوپاملرنه غواړو! ترڅویوبل ته دعلمي څیړني څخه ډک دقناعت وړ دلائل پیش کړي.
درک: مکتبة نعمانیه ،مکتبة نورالقران،مکتبة عمریه،مکتبة حینفیه،مکتبة علوم دینیه کاسی روډ کوټه
غزنوي کتاب خانه کبیربلډینګ لیاقت بازارکوټه
غزنوي کتابخانه قندهاري بازارکوټه
صحاف کتاب خانه کاسي روډ الامان مارکیټ کوټه