دوو نړېوالو جنګونو ته په کتلو سره د اروپاېانو دخپل منځې اختلافاتو تارېخ روښانه کېږی . دا دواړه جنګونه دوې تپلې ګټلې او باېللې وو درېم نړېوال جنګ به هم دوې جوړوې دوې به ېې ګټې او دوې به ېې باېلې .
دافغانستان په اړه د ناټو او امرېکې ترمنځ دا راپورته شوې اختلاف په پاېله کښی که ناټو د ډالر او ېورو پر بلاکونو او ېا دامرېکې او برطانوې ډلو پر بنسټ تقسېمېږی نو بلا ورپسی افغانستان نه ورسره ماتېږی نه ورسره ورانېږی . داځکه چی دتارېخ په اوږدو کښی دا لومړې ځل دې چی د ستراستعمار( چی په اصل کښی استثمار وو ) او امپرېالستې امرېکا او د افغانستان ګټې سره وتړل شوې . نن خدای مکړه دافغانستان ناکامې د امرېکې ناکامې ده .
افغانستان کال تربله پر پښو درېږی ننې افغانستان دپنځو کالو وړاندې افغانستان په هېڅ وجه ندې .
نن افغانستان اوسنې کالنې عادې بودېجه په ډېر لږ کمبود سره له خپلو عاېداتو څخه پوره کولې شی البته فوق العاده بودېجه ېا د ډولپمنټ او د مېګا انفراسټرکچر درغاولو لپاره هر څومره کومک او مالېاتې مدرکونو ته ضرورت لرې .
اوس هوښېارې داده چی افغانستان دناټو او امرېکاله دې فکرې تضاد او مخالفت څخه دخپل هېواد په ګټه کار واخلې .
چی ډېر لوړ انټېلکچول ماېنډ ، ځېرکتېا ، اوډېپلوموسی ته ضرورت لرې .
که داسی په اوس وخت کښی ممکنه نه وې نو باېد چی ېو لورې کلک ونېسی ېانې د امرېکې په کلکه پلوې وکړې . ولې چی برطانېېه تارېخی دښمنې له افغانستان سره پالې پکار هم داده چی دهلمند ولاېت دکانټرول چارې دعراق دکربلاپه څېر په بشپړه توګه افغانې قواوو ته وسپارل شی چی دحالاتو دکانټرول ترڅنګ به دملې اردو لپاره دېوتمرېن ځاې په توګه هم کار ورکړې .
البته اوس امرېکا مجبوره ده چی اېکسټرېمېزم او تره ګرې به له بېخه کاږې ددې لپاره به دافغانستان او دپاکستان ترولکې لاندې افغانستان لپاره ېوه ستراتېژی غوره کوې . هغه داسی چی دپاکستان ترقبضې لاندې په پښتونخوا کښي به ېواځې هواېې حمله نه بلکه مځکنې عملېات ترسره کوې . هغه وخت نوموړې سېمې مستقېما دپاکستان له واکه او قلمروه وځې . پدې وخت کښي که دسېمی پښتانه حېمت او ځېرکتېا وکړې نو له امرېکې سره مستقېما معامله کولاې شی ولې چی دخاورې اصلې مالېکان دوې دې . معامله داده چې دا منتقه دی دسېمې خلکواود افغانستان قواوو ته دامنېت دخوندې کولو لپاره وسپارل شی .
امرېکا ددی سېمې لپاره داسی ستراتېژې نشی خپلولاې چی هغه دې پاکستان شموله وې ولې چی مشکل ېواځې په پښتنې سېمو کښی دی . که څه هم پاکستان کوشش کوې چی دا ثابته کړې چی ترهګرې په ټول پاکستان کښي ده خو دا بې بنېاده پروپېګنډا ده .
پدې حالاتو کښي دقام پرستو رول ډېر اهم دې . ددې پرځاې چی اوس دوې په انتخاباتو کښي دشرکت لپاره هلې ځلې کوې او ېا د اې پې ډې اېم په شکل کښی دپاکستان دژغورنې او ېاد پاکستان دکورټ ( چی اصل کښي دپاکستان اوسنې ناروا قانون دې ) دژغورنې هڅی کوې پکار دادې چی دوې خپل قامې سېاست خپل کړې او دتارېخی غلطېو نه عبرت واخلې دوخت نزاکت ته وګورې د خپلې خاورې دازادې په موخه دا نړېوال چانس له لاسه ورنکړې بېابه دا دبرطانېې له توانه نوې چی پاکستان را ټېنګ کړې او ېاېې دطالبانو په ځاله بدل کړې .
دوهم قام پرستو او نورو داخلې خلقېانو او پرچمېانو ته پکار دي چی هغه فکرې تضاد له امرېکې سره پاې ته ورسوې چی دتېرو اېډېالوجېو پر اساس ېې ورسره درلود . اوس به دوستې ېواځې او ېواځې دهېواد دګټو پربنسټ کوو . اوس امرېکا هغه استعمار او امپرېالېزم ندې کوم چی دګالېلو او کارل مارکس په وخت کښي وه . اوس په امرېکا کښي دادنا مزدور ژوند دروس تر وزېر بهتره دې .
دوهم داچی سرماېه اوس بېرته له شخصی واکه اوځی او دملټې نېشنل کمپنېو په شکل کښي د کارپورېټ سرماېې شکل غوره کوې .
مثلا داډول کمپنې چی مالېت ېې دکربونو ډالرو په ارزښت وې دنړېوال اسټاک اېکسچېنچ له لارې ېې په زرګونه شراکت داران دې ېو ځانګړې مالک او واکدار ېې نشته . ېا دېوه شخص ملکېت نه ده . کمېونېزم چی کومه سرماېه دسټېټ په طاقت له سرماېه داره را اخسته او پر ټول انسانېت ېې په مساوې ډول تقسېموله او دکار په بدل کښي رزق هر سړې ته ورکاوه نن په هماغه شکل کارپورېټ سرماېه داشخاصو له زاتې کانټروله وزی حتې تر رېاستې حدودو ېې هم تجاوز کړې دی او له نړېوال سټېنډر سره سم دهر چا په هرځاې کښي حصه دارې پکښي جوړېدلای شی . نن نړېوال ستر شرکتونه د انسانې مارکېټونو په تلاښ کښی دې .
هغه نړېوال انسانې مارکېټونه چی ددوې دپروډکټسو د رانېولو قوت خرېد نلرې هغه د خپلې پېرزوېنی او کاروبارې مجبورېت له مخې پر پښو دروې او دومره ترقی ورکوې چی له دوې سره معامله وکړاې شی . نو پکار دادې چی موږ خپل زاړه زخمونه وګنډو او ځان پرخپلو پښو ودروو . نن تقرېبا په ټوله نړې کښی جمهورې کلتور دې هغه داچی که څه پخپله ونه غواړې دچانه درپام کېږی . راځې چی نن دترهګرې په بهانه موږ هم له نړېوالو هرهغه څه وغواړو چی موږ دخودکفالتې خوا ته بوځې . بېا به موږ ناکامه شخصېات نه لمانځو نه به هغه خپل راښودونکې بولو بلکه هغو ته به ېواځې دهغو پر هڅو دهغوې مننه او کورودانې واېو . ېواځې او ېواځې به لمانځو هغه چی موږ په رشېا له تېارو راوباسی او له تارېخی مشکلاتو مو خلاص کړې .