کور / تازه خبرونه / هلمند : په يوه چاودنه کي دوه تنه وژل سوي

هلمند : په يوه چاودنه کي دوه تنه وژل سوي

د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کي يو تن پوليس او يو تن ملکي وکړى وژل سوي . نوموړي کسان تېره ورځ د ماين په يوه چاودنه کي وژل سوي . د يادي ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړى بريدمن زمرى خان ياده پېښه تائيدوي او وايي چي د پيښي سره د تړاو په تور يې تر اوسه کوم څوک نه دئ نيولى خو پلټني يې پيل کړي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .