کور / تازه خبرونه / کندز : شاوخوا سلو کورنيو سره مرسته وسوه

کندز : شاوخوا سلو کورنيو سره مرسته وسوه

په کندز ولايت کي شاوخوا د سلو کورنيو سره مرسته وسوه . نوموړې مرسته د المان هيواد له اړخه د هغو ١٠٢ تنو وژل سوو کسانو سره چي د دوى له لوري په بمبار کي وژل سوي ول ٥٠٠٠ ډالره د هري کورنۍ سره وسوه . د دې ولايت والي محمد عمر د دغي مرستي په اړه وويل په يوې ګډي غونډي کي وويل چي نوموړې مرسته د هغو کسانو سره سوې چي تېر کال يې د المان هيواد، د کورنۍ غړي هغه وخت په يوه هوايي بريد کي ووژل چي د طالبانو له لوري د سړک څخه د اوښتې ټانکر موټر څخه يې تېل وړل . په دې خبري ناسته کي د المان سفير وويل چي د دې مرستي پرته يې هيواد چمتو دئ چي د زيانمنو سوو کورنيو سره هر راز مرسته وکړي .