د نيمروز ولايت پر درې امنيتي پوستو وسلوالو طالبانو بريد کړى . نوموړى بريد تېره شپه په خاشرود وسوالي کي ترسره سوى . د دې ولايت د امنيت آمر محمد موسى رسولي ياده نښته تائيدوي او وايي چي نوموړي نښتي درې ساعته دوام درلود .
نوموړى وايي چي په دې نښته کي د دوى لور ته کوم زيان نه دئ اوښتى او د طالبانو لوري ته زيان اوښتى دئ خو کره معلومات يې په اړه نه لري . مګر سيميز اوسېدونکي وايي چي په دې نښته کي دوه تنه پوليس ژوبل سوي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .