نن د شنبې په ورځ د کابل د نظامي ښوونيز مرکز څخه د ١٣٦ کنډک افسرانو ، بريدمنانو او سرتيرو د فراغت سندونه ترلاسه کړل . د دې مراسمو په ياد په جوړه سوې غونډه کي د ياد مرکز قوماندان حميد الله پتياني په دې اړه وويل چي د دغه مرکز د نهه ويشتمي دورې په فارغينو کي ١٢٠ تنه افسران ، ١٢٩ تنه بريد منان او پاته نور سرتيري دي . ښاغلي پتياني زياته کړه چي افسرانو ته دوې اوونۍ او سرتيرو ته درې مياشتي په بېلابيلو نظامي برخو کي زده کړي ور کړل سوي دي .