کور / تازه خبرونه / عايشه: پلار مي په بدو کي يوه قومندان ته ورکړې وم

عايشه: پلار مي په بدو کي يوه قومندان ته ورکړې وم

هغي مېرمني چي په وينا يې طالبانو يې پزه او غوږونه پرې کړي دي، وايي پلار يې يوه طالب قومندان ته په بدو کي ورکړې وه.
آغلي عايشې په امريکا کي خبريالانو ته ويلي چي اکا يې د دې قومندان د کورنۍ غړى وژلى وو، خو پلار يې دا په بدو کي ورکړه چي ډېر ظلم يې ورسره کاوه. عايشې ويلي کله چي دا د هغه قومندان (مېړه) له وهلو ټکولو او ظلم له امله له کوره ووته، ونيول سوه او مېړه يې پزه او غوږونه په داسي حال کي ځني پرې کړل چي لېوره (د خاوند ورور) ورته نيولې وه.
په مطبوعاتو کي که څه هم د دې جنايت پړه د طالبانو پر غاړه واچول سوه، خو طالبانو دغه راپور رد کړ او وايي دا يوه شخصي کورنۍ ستونزه وه.