کور / تازه خبرونه / دولت: طالب قومندان يوه کونډه اعدام کړې ده

دولت: طالب قومندان يوه کونډه اعدام کړې ده

د بادغيس ولايتي مقامات وايي په دې ولايت کي يوه طالب قومندان پر خپل سر يوه ښځه د زنا په تور لومړى په دورو وهلې او وروسته يې وژلې ده.
د چارواکو په وينا دغه قومندان محمديوسف نومېږي چي يوه ٤٨ کلنه کونډه يې د زنا په تور وژلې ده.
راپورونه وايي دغي ښځي ته د يوه کس له خوا د واده وړانديز سوئ وو، خو تر واده دمخه يې حمل اخيستى وو، سړى يې اېران ته تښتېدلى، حمل يې نقصان سوئ او دا وروسته تر ٢٠٠ دورو په توپنچه باندي وژل سوې ده.
طالبانو لا تر اوسه په دې باب څه نه دي ويلي.
بلي خوا ته د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسون مشري سيما ثمر آزادۍ راډيو ته ويلي چي په افغانستان کي قضايي سيسټم موجود دئ، پر خپل سر د يوه قومندان له خوا چي په قضايي چارو پوه نه وي غير قانوني کار دئ.