کور / تازه خبرونه / آى. اې. ايم: په افغانستان کي فعاليت ته دوام ورکوو

آى. اې. ايم: په افغانستان کي فعاليت ته دوام ورکوو

د آى، اې، ايم نړۍ والي خيريه موسسې ويلي سره له دې چي تېره اونۍ يې ١٠ تنه کارکوونکي په افغانستان کي ووژل سول، خو ډېر احتمال يې سته چي په افغانستان کي خپل فعاليت ته دوام ورکړي.
د آى، اې، ايم موسسې مشر ويلي دوى په افغانستان کي له نيژدې نيمي پېړۍ راهيسي فعاليت کوي او هر کال د سوونو افغانانو دپاره طبي اسانتياوي برابروي او درملنه يې کوي، ځکه به خپل فعاليت ته دوام ورکوي.
د يادي سوي موسسې لس تنه کارکوونکي څو ورځي دمخه په بدخشان ولايت کي ووژل سول، چي طالبانو او حزب اسلامي يې مسئوليت پر غاړه اخيستئ او وايي عيسوت ته يې افغانان تشويقول او ناټو ته يې جاسوسي کوله، خو افغان حکومت وايي ښايي دغه کارکوونکي د غلو له خوا وژل سوي وي.
بلي خوا ته د آى، اې، ايم موسسې د عيسوت په تبليغ او له ناټو سره په همکارۍ کي د خپلو کارکوونکو همکاري رد کړې ده.