کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زمونږ ټولنه ولي د نړي له کاروان څخه په شاه پاتي ده ؟

زمونږ ټولنه ولي د نړي له کاروان څخه په شاه پاتي ده ؟

بسم الله الرحمن الرحیم


د جهان په مختلفو ټولنوکښي خلک دعلم او فرهنګ سره مینه او محبت لري، د علم او پوهني په لارکښي زیار اوباسي تر څو خپل ذهنیت روښانه کړي او بیا د خپل مسولیت په اساس خپل هیواد ته صادق وي او د زړه له کومي نورو هیوادوالوته د خدمت وړوګرځي.
لومړي: راځو په هیواد کي د خپلي ټولني واقعي نیمګړتیاوي بیان کړو، په هیواد کي دننه ۶۰ فیصده هیوادوال مو د لیک په لوستلو نه پوهیږي، قومي اختلافات مو هغه سرحد ته رسیدلي چي لومړي په زونونو، ولايایتونو،منطقو او بیا په کلیو تقسیم او ویشل شوي یو.  بی ځایه قبیلوي غرورمو په دماغ کښي هغه کچي ته رسیدلي دي چي فقط خپل ځان پیژنو او بس، که نیک او ګټور ګفتار د بل چاه د خولي او یا قلم ځخه بیانیږي لومړی نه غوږ ورته نیسو او بیا ډیر بد راته بریښي. خپل عزت او نشان د مقام په ګمارلو اود مال او اولاد په لرلوکښي احساس کوو، د نظر اختلافات مو هغه کچي ته رسیدلي دي چي د یو بل سپکاوي ته تږي ناست یو، که کشر مو خطا شي نو د مشرانو له طرفه په هیځ ترتیب نه بښل کیږي، اوکه مشر مو د مقام خاوند شي د هیچا خبري ته نه غوږ نیسي، او نفس او شیطان د هغه پردماغ حاکم شي چي د دګټي او تاوان ترمینځ  هیڅ توپیر نشي کولاي ، او بیا کله چي د دندي څخه ګوښه شي په تش لاس ارمان کوي  او په خپل ذهن کي د خدمت خوبونه ویني چي په نتیجه کي هیځ شي هم لاسته نه ورځي او افسوس کوي چي اخ کاشکي آخر فکرزما ړومبي وي.
پورته ذکرشوي نیمګړتیاوي زمونږ ټولنه د نړي له کاروان څخه ورسته پاتي کړي ده، او  هیوادوالوته ایی  ډیري ستونزي او پریشاني ورپربرخه کړي دي، چي هر ډول فکر وکړو د حل لاره راڅخه ورکه ده، د پردیو خبري راته علم او پند ښکاري خو د هیواد د وګړي علم او ذکاوت راته د ټوپک ګزار ښکاري چي ژوندي میثال اي علامه سید جمال الدین افغاني دي، سید جمال الدین افغاني د خپل ذکاوت له برکه نوروټولنو ته داسي خدمت کړي دي، چي د سید جمال الدین په نامه باندي هغوي بیل بیل ځایونه جوړ کړي دي، داچي افغانانو د هغه له علم څخه کټه نده آخستي او هغه ايی له هیواد څخه تیښتي ته مجبور کړي دي په سبب اي ټول پوهیژو چي ولی؟ تیر باید هیر کړو او د روښانه راتلونکي په لور د خپل قلم کرښه په کار واچو تر څو راتلونکي نسلونه له اوسنیو ستونزو څخه وژغورو.
د اوسنیو ستونزو د حــل لاره:
يووالی او اتفاق اخطیار کړو د خپلو ذهنونو څخه کرکه او نا لورینه وباسو، د بل افتخار خپل افتخار وګڼو، د خيرپه کارکښي د ټینګي ارادي خاوندان ووسیږو، بی ځایه قهر او غوسه له ځان څخه ورکه کړو. که مشران مو په واقیعتونو نه پوهیږي بايد په علمي لحاظ هغوي ته د سالم منطق له لاري قناعت ورکړو، د حق په لارکي د چاه څخه هیره ونلرو، په خپلو قبیلواو قبیلوي القابو ونه نازیږو باید فقط د معرفت لپاره کار تري واخلو. خپله ښایستګي د خپل عمل، اخلاقو، او ټولني ته د خدمت په اساس وښیو. نوروته وخت ورکړو چي زمونږ په تګ لاره سالم قضاوت وکړي، د خپل قلم څوکه باید مسولانه وښوروو، او له ستونزو سره مبارزه وکړو، ترڅوپه کلکه عراده او ټینګ ایمان سره په ټولنه کي د سعادت او نیکمرغي لپاره لاري برابري کړو. باور وکړي چي اتفاق او اتحاد ډیر رول لري. او الله تعالي په اتفاق او اتحاد باندی ډیر راضي دي، زه خپلو قدرمنو استادانو او لیکوالانوته بلنه ورکوم چي د وطن د خدمت لپاره فقط  په لیکلو څه نه کیږي، راځي یو علمي او مشاورتي بورد جوړکړو، او د راتلونکو نسلونو لپاره داسي کار وکړو چي په عملي توګه د نړي د کاروان سره څنګ پرڅنګ روان وو او له روانو ستونزو څخه به مو ځان همدارنګه ژغورلي وي.

   د نړيوالي سولي د مرکزد څیړنو مسول