وسلوالو طالبانو د نيمرزو ولايت پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى . نوموړى بريد تېره شپه شاوخوا لس بجې سوى . د نيمرزو ولايت د امنيې قوماندانۍ قوماندان حاجي محمد موسى رسولي ياده پېښه تائيدوي او وايي چي نښتي درې ساعته دوام درلود چي په پايله کي يې يو وسلوال طالب ژوبل سوى او پوليسو ته پکښي کوم زيان نه دئ اوښتى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .