کور / تازه خبرونه / کندز : د عامه ساتني يو قوماندان د پنځو تنوساتونکو سره وژل سو

کندز : د عامه ساتني يو قوماندان د پنځو تنوساتونکو سره وژل سو

د کندز په ولايت کي د عامه ساتني د ځواکونو يو تن قوماندان د خپلو پنځو تنو امنيتي ساتونکو سره ووژل سو . نوموړى تېره شپه د نامعلومو وسلوالو له لوري پخپل کور کي په ډزو وژل سوى د کندز ولايت د امام صاحب د ولسوالۍ ولسوالۍ محمد ايوب ياده پېښه تائيدوي او وايي چي نوموړى قوماندان حسين نومېده او د تيرو درو مياشتو راهيسي يې په دې ولسوالۍ کي د عامه ساتني د قوماندان په حيث دنده تر سره کوله .
نوموړى وايي چي د پيښي سره د تړاو په تور يې تر اوسه څوک نه دي نيولي خو په وينا يې چي په اړه يې پلټني رواني دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .