کور / تازه خبرونه / غزنى : په يوه چاودنه کي ٢ پوليس او ٨ تنه عام وګړي ژوبل سول

غزنى : په يوه چاودنه کي ٢ پوليس او ٨ تنه عام وګړي ژوبل سول

په غزني ولايت کي په يوه چاودنه کي دوه تنه پوليس او اته تنه عام وګړي ژوبل سوي . نوموړې چاودنه نن سهار اته بجې و مستوفيت ته څېرمه په يوه بېلر کي د ځاى پر ځاى سوي ماين له کبله رامنځ ته سوه .
د غزني ولايت د والي وياند اسماعيل جهانګير ياده پېښه تائيدوي او وايي چي ژوبل سوي کسان د ولايت روغتون ته د درملني په موخه وړل سوي دي .
نوموړي همدا ډول وويل چي د پيښي سره د تړاو په تور يې تر اوسه څه نه دي ويلي خو په اړه يې پلټني رواني دي .