کور / تازه خبرونه / کندهار : د ماين چاودني درې تنه ژوبل کړي

کندهار : د ماين چاودني درې تنه ژوبل کړي

په کندهار ولايت کي د يوه ماين په چاودنه کي درې تنه ژوبل سوي . نوموړي کسان تېره شپه ماښام شاوخوا لس بجې د کندهار ښار په څلورمه حوزه کي يارانه هوټل ته څېرمه د ماين په يوه چاودنه کي ژوبل سوي په نوموړو ژوبل سوو کسانو کي دوه تنه پوليس او يو تن عام وګړى دئ . د کندهار ښار د امنيې قوماندانۍ مرستيال محمد شاه خان فاروقي خبريالانو ته وويل چي چاودنه د څلورمي حوزې پر امير محمد ولي باندي سوې چي نوموړى ته پکښي کوم زيان نه دئ اوښتي خو ياد کسان پکښي ژوبل سوي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .