کور / تازه خبرونه / کندهار: د محبس پر پوليسو چاودنه سوې

کندهار: د محبس پر پوليسو چاودنه سوې

په کندهار ښار کي د ماين د يوې چاودني له امله يو پوليس وژل سوئ اويوو لس نور ټپيان سوي دي.
د کندهار ولايتي مقامات وايي چاودنه پر ځايي وخت غرمه دوې بجې د ښار د ١٦ مي ناحيې د دېخوجې په سيمه کي د کندهار د محبس د پوليسو پر يوه مني بس موټر سوې ده.
چارواکي وايي د پېښي يو ټپي ملکي لاروى دئ، نور ټول پوليس دي.