کور / تازه خبرونه / د ناټو پنځه سرتيري او درې ملکي وګړي وژل شوي

د ناټو پنځه سرتيري او درې ملکي وګړي وژل شوي

د اسوشيټډ پريس د نړيوالو ځواکونو د خبر پر بنسټ وايي د هيواد په شمال کې درې امريکايي سرتيري چې د ناټو په چوکاټ کې دنده ترسره کوله وژل شوي. دغه سرتيري د شنبې په ورځ وژل شوي، چې په دغه ورځ د ناټو وژل شوو سرتيرو شمير پنځو تنو ته رسوي. د ناټو چارواکو په وينا دوه امريکايي سرتيري د مخالفينو په يو بريد کې له منځه ولاړل او دريم بيا د بم په چاودنه کې خپل ژوند د لاسه ورکړ.
په همدغه ورځ ډنمارکي ځواکونو خبر ورکړى وو چې دوه سرتيري يې د هلمند په ولايت کې هغه مهال ووژل شول چې موټر يې د سړک غاړې په يو بم وربرابر شو. تير جون د ناټو ځواکونو لپاره د تيرو نهو کلونو ماموريت په ترڅ کې تر ټولو وژونکې مياشت وه چې ټولټال يې پکې شپږ شپيته (٦٦) سرتيري له لاسه ورکړي. تر دې دمه د روانې اګست مياشتې په ترڅ کې يولس د ناټو سرتيري په بيلابيلو پيښو کې وژل شوي.
د ناټو ځواکونو په وينا د تيرې شنبې په ورځ مخالفينو درې ملکي وګړي وژلي چې يو تن يې په هلمند کې د يوې بمي چاودنې په پايله کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، دوهم يې په کنړ کې هغه مهال ووژل شو چې مخالفانو د ناټو په ځواکونو بريد وکړ او دريم يې په ارزګان کې د بم په چاودنه کې خپل ژوند د لاسه ورکړ.