د کندهار سيمه ايزه اداره وايي وسله والو طالبانو تېره شپه په دې ولايت کي دوه ولسي کسان وژلي دي.
د ولايت له مقام څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي د عبدالبصير هاشمي په نامه د کندهار د مرافعه څارنوالۍ پخوانى وکيل د وسله والو له خوا په کارېزبازار کي دصداقت مسجد مخته وژل سوئ او همدا راز د کارېز بازار په يوه بله سيمه د حاجي باقي په کوڅه کي يو تن پي، سي، او والا وژلى دئ.
په خبر پاڼه کي د تل په څېر ويل سوي چي د دواړو کسانو د قاتلينو د نيولو دپاره يې د ملي امنيت او پوليسو له خوا هڅي رواني دي، خو په دې تور يې څوک نه دي نيولي.