د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري وروسته له هغه په ملي کچه تر نيوکي لاندي راغئ، چي په هيواد کي يې بارانونو په سوونو کسان وژلي او په ميليونونو بې کوره کړي دي.
پر ولسمشر زرداري باندي په لندن کي د مېشتو پاکستانيانو له خوا سخت انتقادونه وسوه، چي هيواد يې له يوه طبيعي ناورين سره مخ دئ، خو دى د لندن چکرونه وهي.
پاکستانيان وايي ولسمشر ته ښايېدل چي سېلاب ځپلو سيمو ته يې خپله سفر کړئ واى او ولس ته يې ډاډ ورکړئ واى، خو دى د اروپا په منظرو وتلى دئ.
بايد وويل سي چي د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان تېره اونۍ د همدې ناورين له امله پر ولسمشر زرداري ږغ کړئ وو، چي له پاکستانيانو سره د غمرازۍ په خاطر اروپا ته خپل سفر وځنډوي.