د ميدان وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کي څلور طالبان او دوه د ملي اردو سرتيري ووژل سول . نوموړي طالبانو او د ملي اردو سرتيري په يوه نښته چي په ياده ولسوالۍ کي د طالبانو او ملي اردو تر منځ رامنځ ته سوه وژل سوي . د دې ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد ياده پېښه تائيدوي او وايي چي د طالبانو مړى نورو طالبانو له سيمي وړي دي .
بل لور ته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د يادي پيښي پخلى کوي او وايي چي په دې او نورو ولسواليو کي يې د يوه کمين په ترڅ کي دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې . او وايي چي په دې جګړه کي يې د ملي اردو يو ټانګ او دوه رېنجر موټر ويجاړ کړي دي . او خپل لور ته يې د مرګ ژوبلي اوښتل در کړه .