کور / تازه خبرونه / نيمروز : پر يوې امنيتي پوستې بريد سوى

نيمروز : پر يوې امنيتي پوستې بريد سوى

وسلوالو طالبانو د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ کي پر يوه امنيتې پوستې بريد کړى . نوموړى بريد تېره شپه ماښام ترسره سوى . د نيمروز ولايت د امنيت آمر حاجي محمد موسى رسولي ياده پېښه تائيدوي او وايي چي په نوموړى بريد کي يو تن پوليس سخت ژوبل سوى ؤ چي وروسته يې په روغتون کي د ور اوښتو ټپونو له کبله ساه ورکړه او مخالف لور کي هم يو تن طالب وژل سوى او يو بل ژوبل سوى دئ . د نيمروز ولايت دروغتون يو تن ډاکټر د نه نوم نه خپرېدو په شرط وويل چي د يادي پيښي څخه يې دوى ته دوه تنه مړه او درې ژوبل سوي پوليس ور وړي چي د دوو حالت د اندېښنې وړ ښودل سوى .
طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د نوموړي بريد مسئوليت پر غاړه اخستى او وايي چي په ياد بريد کي ديادي امنيتي پوستې پنځه تنه پوليس وژلي .