په دې وروستيو کې د هغه ګوند غړي هم خپل غږ پورته کړى چې يو مهال به يې د خلکو په سرونو مېخونه ټک وهل او له ښځو يې تي پرې کول، پر انسان به يې تېل شيندل او بيا به يې اور ورته کاوه او رقص مرده به يې ورته وايه.
ښاغلي محقق د اطلاعاتو او کلتور پر اوسني وزير ښاغلي عبدالکريم خُرم پسې خوله خلاصه کړې او د هغه پر کړنو يې نيوکه کړې چې ولې لوحې په پښتو اړوي او يا يې ولي نګارستان په ګالري اړولى دى.
د ډېرې حيرانۍ ځاى دى، ښاغلى محقق د هغو بېوزلو انسانانو پر مړينې د خپل اعتراض پورته نه کړ چې په تېرو يخنيو کې په بادغيس، هرات او نورو سيمو کې ووژل شول يا يې د يخنۍ له کبله ډاکټران پښې او لاسونه غوڅوي.
ښاغلي محقق د هلمند ولايت په بمباريو کې د سلګونو بېګناه خلکو پر مړينې د خپل اعتراض غږ پورته نه کړ چې په لسګونو يې ښځې او ماشومان وو.
د ايراني کلتور د دفاع لپاره يې ډنډوره پسې اخيستې ده؟؟ افرين دې وي پر داسې رهبرانو. که له ښاغلي محقق څخه پوښتنه وشي چې د طالبانو د ړنګېدو پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پښتو نه وه؟
ايا ګالري له لومړۍ ورځې چې جوړه شوې وه، ګالري نه وه؟ کله چې ستا رهين هغه وخت دا لوحه په ايرانۍ بڼه اړوله ته مړ وې؟
ښاغلي محقق پر اوسني وزير ډېرې نورې سپکې سپورې هم ويلي دي، هسې هم ښار ناپرسان دى څوک به دا خبره ورسره څېړي، رښتيا هم له دوستم سره چا ګز کړه.
له ولسي جرګې څخه هيله کوو چې د ځينو ګنده څېرو پر خوله د چوپتيا مهر ولګوي، هسې به مو په ملي او نړيواله کچه وشرموي.