د روسيې په ځنګلونو کي د اور لګېدني له امله ٥٢ تنه وژل سوي او د هوا د خرابوالي له امله خلګ له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د روسيې حکومت وايي په سيمه کي د ګرمۍ درجه د تيرو پنځوسو کلونو په نسبت ډېره سوې چي ٣٧ درجو ختلې ده. دغه اورونه چي له شاوخوا لسو ورځو راهيسي بل دي د پلازمېني ماسکو په ګډون يې د شاوخوا ښارونو هوا د پخوا په پرتله پنځه چنده خرابه کړې ده.
بلي خوا ته د جرمني د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړئ چي له همدې خاطره يې په ماسکو کي خپل سفارت تر نامعلومه وخته پوري تړلى دئ.