د افغانستان د ښځو چارو وزارت په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په تيرو دوو کلونو کي يې په افغانستان کي د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي شاوخوا دوه زره پيښي ثبت کړي . په دغه دوه کلن راپور کي د ١٣٨٧ او ١٣٨٨ لمريز کلونو پيښي بيان سوي دي . بنستيز لامونه يې په زور ودونو ، لفظي شخړي او د ښځو څخه نه ملاتړ په ګوته سوي . يادي پيښي د افغانستان په ٢٦ ولايتونو کي ثبت سوي . د ياد راپور د خپرولو په موخه په جوړه سوې غونډه کي د دې وزارت سرپرستي وزيري مېرمن حسن بانو غضنفر وويل چي د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي اساسي عوامل بې سوادي ، بې امنيي او ناوړه دودونه دي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه