د جلال اباد طب پوهنځي دروازې ته مخامخ د عام سرک په غاړه يوه ډېره لويه ونه ولاړه وه، چې خامبو يې د سرک دواړه غاړې نيولې وې. خدای پوهيږي چې دا ونه به د کومو زمانو وه. خو چې د شاروالۍ فکر د سرکونو لويولو ته شو نو دغه ونه يې په اره سرک په غاړه برغنډ، برغنډ راوغورځوله.
د طب پوهنځي يو استاذ چې پخوا د همدې پوهنځي زده کړيال ( محصل ) وو، چې ونه پداسې حال وليده، نو يو سوړ اسويلی يې وکيښ، او د ځان سره يې وويل: ددې ونې لاندې ما هغې ته څومره انتظار کړې وو ). ما د ځان سره فکر وکړ چې هرو ونه يو تاريخ لرې يو ياد او شاهکار لري او په ډېريو، ډېريو يادونه، خوږې او ترخې لحظې پخپله سينه کې لري، چا ورته د خپل محبوب لپاره د انتظار شيبې تېرې کړې وي، چا ورته د سور اوړي د ټکنده لمر څخه پناه وروړي وي، چا ورته د ورځ ستړيا په خوب تېره کړي وي او څوک د چا وژلو په نيت د ونې شاه ته پټ وي او چا ورته د ژوند په نيت پناه وروړي وي، ونې هر څه د يو راز په ډول په زړه کې ساتلي وي.
هو!
ونې ژوندې مخلوق دی، هر څه ويني، اوري. خو داده چې چا ته يې نه وايي او تل يې د امانت په ډول له ځان سره ساتي. دا ونې دي چې ورته وليان او پيغمبران يې سوري ته کيناستل، دا ونې دي چې د نړۍ باتوران ورته دمه جوړه وي، همدا ونه وه چې پيغمبرانو ورلاندې د خپلو ملګرو څخه بيعت واخيسته، همدا ونې دي چې کارګر او بزګر ورلاندې په ارامه يوه ډډه خوب کوي او همدا ونې دي چې پخپلو زور د طوفان، باد او زلزلو مخه نيسي.
دا پېښه يوازې د طب پوهنځي د ونې سره ونشوه، د دې نړۍ د تمدني کولو او پراخه کولو لپاره فکرمندو د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې په ونو همدا حال راښکته کړی دی. د طورخم او جلال اباد په لويه لار يې ونې هيڅ په هيڅه برغنډ، برغنډ کړې چې په کړيکو يې د اسمان ملايکو هم ژړل، خو انسان چې د تمدن مالوچ يې په غوږ کې ايښي وو دا چېغې نه اورېدلی.
کله چې د ښار دننه د سرکونو ابادول پيل شول نو ورسره د ونو شهيدول هم پيل شول ، ما د شاروالۍ يوه مشر ته د ګېلې پډول وويل چې دا د حالاتو ږوی ( شاهدان ) دی، دوۍ مه وژنۍ!
هاغه ما ته رټ ځواب راکړ چې ته ناروغ يې د ځان درملنه دې وکړه، دا خو څه کلی نه دی، دا ښار دي او د ښار سرکونه پرته ددې ونو د وهلو نه پراخيږي. ته يې بې ځايه په غم اوښکې تويوی.
ډېر ورنځېدم، زړه کې مې تېر شول چې کاش د ايټاليا مشهور افسانه ليکونکی البرتو موريا موږ هم درلودی چې د ونې په وهلو يې شاروالۍ محکمې ته راکش کړی وه، د البرتو موريا په وخت کې شاروالۍ د سرک د پراخوالي لپاره يوه ونه ووهله نو البرت محکمې ته عارض شو او ويې ويل چې شاروالۍ قاتله ده او زما يو هم عصر يې شهيد کړ.
زه چې د جلال اباد ښکلا ته ګورم نو دا ښکلا پدې ونو ده او د ونو او جلال اباد ترمينځ اړېکې داسې دي لکه بورخيس به چې ويلی: بونس ايرس( د ارجنټاين پلازمينه ) دومر پخوانی دی، څومره چې دا اب او هوا ده. نو ددې نومونو ترمينځ اړېکې هم دومره پخوانۍ دي. يانې ونې او جلال اباد سره هم عصر دي. اوس خو نه جلال اباد البرت لري چې د محکمې دروازه وټکوې او نه بورخيس لرې چې پرې ونازيږي. زه ډېر زيات اندېښمن يم ځکه کوم سرکونه چې نن پراخ نشول سبا پراخيږي او د خدای لويه زمکه د ونو د شتون لپاره داسې تنګيږې لکه څنګه چې په اولس تنګه ده، او د جلال اباد ( همېشه بهار ) او ونو ترمينځ به جدايي راشي نو :
چې يو يار له بله ياره لرې باسي
ددې دور له ستمه ولې نه مرم
د کنړ غرونه خو سپېره کرغه شول او هر ونه په پرېکېدو کې دا يوه ټپه وايي:
اسمان کړنګ وهه راغورځېږه
بې ننګ اشنا مې په ډالرو خرڅوينه
خو دا ونې بېچارګانې پدې نه دې خبرې چې د اسمان غوږونه د ډېر بمونه له لاسه کاڼه او سترګې يې ړاندې شوي دي. ځکه خو زموږ په غميزه تل چوپ دې نه مو ټپې ټپې وجود ګوري او نه مو ساندې اورې.