د کندهار ولايت څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي يو تن قومي مشر او زوى يې د نامعلومو وسلوالو له لوري وژل سوي . نوموړى قومي مشر ملک جانان نومېده چي تېره شپه شاوخوا دوې نيمي بجې د دامان ولسوالۍ اړونده يوه کلي ملاعبدالله کي د نامعلومو وسلوالو له لوري وژل سوي . په خبرپاڼه کي نوموړى د سولي په بهير کي يوه نه ستړېکېدونکې څېره بلل سوې او ويل سوي چي د ملک جانان په وژلو سره به د سولي په روان بهير کي کوم خنډرامنځ ته نه سي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه