د افغانستان ، اېران او تاجکستان هيوادونو ولسمشرانو په تهران کي سره غونډه وکړه . د افغانستان جمهور رئېس ښاغلي حامد کرزي د يو لوړ رتبه دولتي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ په تهران کي د افغانستان ، اېران او تاجکستان هيوادونه د مشرانو په غونډه کي ګډون وکړ . د يادو هيوادونو مشرانو تر دې خپل منځۍ غونډي ورسته پخپلو منځو کي جلا غونډي هم وکړې او پر خپل منځي اړيکو باندي يې خبري وکړې . د يادو هيوادونو څلورمه غونډه تېره ورځ په تهران کي ترسره سوه چي پکښي د درې واړه هيوادونو تر منځ د انرژۍ ، سوداګرۍ او ترانسپورټ په برخو کي د همکارۍ پر پراختيا خبري وسوې . او همدا ډول د قاچاق او مخدره موادو په وړاندي پر مبارزه باندي هم ډېر ټينګار وسو .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه