کور / تازه خبرونه / ولسمشر : د ننګرهار د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي په اړه د پلټنو امر کړى

ولسمشر : د ننګرهار د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي په اړه د پلټنو امر کړى

افغان ولسمشر حامد کرزى چي اوس د اېران هيواد په سفر بوخت دئ افغان امنيتي ځواکونو ته يې امر کړئ چي د هغو رپورټونو په اړه پلټني وکړي چي پکښي ويل سوي چي په ننګرهار ولايت کي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله او ښتې . راپورونه وايي د ننګرهار ولايت په شېرزادو او خوګياڼيو ولسواليو کي دبهرنيو ، افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ په نښته کي يو شمېر ولسي وګړي وژل سوي او ژوبل سوي دي .
نوموړې مرګ ژوبله د يوه توغندي د چاودېدو له امله رامنځ ته سوې وه . ولسمشر د دغي پيښي په اړه خواښيني څرګنده کړې ده او په اړه يې د کورنيو ، دفاع او ملي امنيت د رياست څخه غوښتنه کړې چي په دې اړه پلټني وکړي . او تر پلټنو وروسته به يې په اړه ولسمشر اړين کړني ترسره کړي .
ديادوني وړ ده چي دا راپور په داسي مهال کي څرګنديږي چي تېره مياشت د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کي هم شاوخوا ٣٩ ملکي وګړي چي ډېرى يې ښځي او ماشومان ول د بهرنيانو په هوايي بريد کي ووژل سول .