په کندوز کي ٢٥٧ پوليسو فراغت ليکونه ترلاسه کړل . نوموړي پوليسو د کندوز ولايت د شمال زون د پوليسو د روزنيز مرکز څخه فارغ سول . د ياد روزنيز مرکز قوماندان وايي چي ياد کسان د کابل ، بلخ ، لغمان ، ننګرهار او نورستان ولايتونو اوسېدونکي دي چي تر دې وروسته به په خپلو ولايتونو کي اړوندو قوماندانيو ته واستول سي .
په ياد روزنيز مرکز کي په تيرو شپږو کلونو کي ٢١٠٠٠ زره پوليس فارغ سوي دي .