کور / راپور / ٨٠٠٠٠ ښوونکي د رتبو او معاشونو په نوي سيسټم کي داخليږي

٨٠٠٠٠ ښوونکي د رتبو او معاشونو په نوي سيسټم کي داخليږي

د افغانستان د پوهني وزارت او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون تر منځ د رتبو او معاشونو د نوي سيسټم تړون چي نژدې ٨٠٠٠٠ ښوونکي او د ادارو کارکوونکي پکښي شامل دي لاسليک سو . د پوهني وزير وويل چي ددغه تړون پلي کېدل به پر ښوونه او روزنه او د ښوونکو پر ژوند ښې اغيزي وکړې . تمه کيږي چي د دغه تړون پر اساس ٨٠٠٠٠ ښوونکي او تر ٧٠٠٠٠ ډېر د پوهني وزارت کارکوونکي به د روان لمريز کال د وږي د مياشتي د رتبو او معاشونو په نوي سيسټم کي داخل سي . چي له مخي به يې د دوى مياشتنى معاش ٦٥٠٠ افغانيو څخه تر ٣٢٥٠٠ افغانيو پوري لوړ سي . د افغانستان د پوهني وزير غلام فاروق وردګ د دغه تړون تر لاسليک وروسته خبريالانو ته وويل چي په ياد سيسټم کي ښوونکي او د دغه وزارت کارکوونکي د وړتياوو لکه لوړي زده کړي ، کاري تجربې او نورو مهارتونو پر بنسټ داخل سوي او مياشتني حقونه يې ټاکل سوي دي .