کور / شعر / لږمې پريږدﺉ!

لږمې پريږدﺉ!

لږمې پريږدﺉ!


لږمې پريږدی


چې په چوپه اوخاموشه


غلې دپه يوه ګوښه کې 


تک تنهايوازې ځانته


لږساعت يوه ګړۍ کينم


خپل خوره وره، ورک شوي


تراهيدلي ،ويريدلي


بوږنيدلي ريږديدلي


عقل،پکراوشعورمې  


سوچ اوخيال سره راټول کړم


ځان،جهان ،حالت راغلی


دښه، بدپه تله تول کړم  


لږمې پردﺉ! چې سوچ وکړم


دتورمخې بدمرغۍنه


تکې تورې تاريکۍ نه


دغمونودکوهي نه


ددښمنې ناپوهۍ نه


دوتولار که پيداکړم


داتیاره توره رڼاکړم


لږمې پريږدﺉ!


پدې ورانوکنډولوکې


دمرګي غوبل وهلو


ړنګوکليواوبانډوکې


غروراغو،دښته ،دروکې


بې کفن لت پت پروتوته


سروشيندلوجسدوته


بندوبست دلحدوکړم


نیمه خواله دنیاتللیو


ته دعادابدوکړم


لږمې پريږدی !


هغې خوارې دړديدلې


ځوريدلې ،کړيدلې


غمړلې بورې مورته


خړسپيره ،یتيم ماشوم ته


ژړاغوني  اومعصوم ته


ورنژدې شم حال یې زده کړم


انساني پوریې اداکړم


لږمې پريږدی !


خوار،غريب ،خيرن بوډانه


خپل بې وسه تره، دادانه


يوې ټوټې مړۍ په تمه


لاس یې اوږدلکه ګدانه


داحوال پوښتنه وکړم  


په سره اورکې یې تيرکړي


دمهال پوښتنه وکړم


ویریې واورم فریادواورم


څه یې هيرڅه یې یادواورم


لږمې پريږدی


دابليث په تورناولي


کرغيړن مخ  توکړم لاړې


په لغتوپرسکویې


ورله مات کړم زنې ،داړې


په لوړغږیې مردارغوږکې


داناره چيغه کړم پورته


ته سپيره یې ،ته ناولی


دالله رسول رټلی


ته تورتم توره تياره یې


لوی فساد،لويه فتنه یې


ته غلط یې ،ته غلط یې


ناروا،ګرم ،ملامت یې


لږمې پريږدی !


لږمې پريږدی !!


 


۹/۱۲/۰۹


پيښور