نن سهار د لسو بجو پر مهال دكندهار ولايت د ژړۍ ولسوالى د حوض مدد په سيمه كي د سړك د غاړي ماين چي دولت ضد مخالفينو له لوري ځاى پرځاى سو ى و پر يو تن ماشوم وچاوديد.
په چاودنه كي ماشوم خپلي دواړې پښي له لاسه وركړي او د درملني په موخه د آيساف ځواكونو له لوري د هوايې ډګر روغتون ته ليږدول سوى دى.
نن له غرمې ورسته د 1بجې پرمهال دكندهار ښار د دوهمې حوزې په مربوطاتو كي د دولت يوتن امنيتي ساتونكى د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل سو. عاملين د پيښې د ځاى څخه په تيښته بريالي سوي، پيښه د پوليسو تر جدي پلټني لاندي ده او په تړاو يې تر دې دمه څوك نه دي نيول سوي.
په دې ورستيو كي د دولت ضد مخالفين كوښښ كوي چي د لار پر سر باندي ماينونه ځاى پرځاى كړي چي زيات وخت يې تلفات ملكي وګړو ته رسيږي.