کور / تازه خبرونه / زابل : د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ ٩ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

زابل : د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ ٩ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په زابل ولايت کي د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ پنځه تنه امنيتي ساتونکي ووژل سول او څلور نور ژوبل سول نوړو ساتونکو ته ياده مرګ ژوبله تېره ورځ د طالبانو له لوري د ياد ولايت په ارغنداو ولسوالۍ کي د يوه ښخ سوي ماين د چاودېدو له امله واوښته . د زابل د والي وياند محمد جان رسوليار ياده پېښه تائيدوي او وايي چاودنه تېره ورځ د غرمې وورسته رامنځ ته سوه چي د يوه نوي سړک د جوړېدونکو د امنيت ساتني کمپنۍ امنيت ساتونکو ته پکښي ياده مرګ ژوبله واوښته . خو د طالبانو وياند قاري يوسف وايي چي په ياده چاودنه کي يې اته تنه ساتونکي وژلي .
د يادوني وړ ده چي په زابل ولايت کي ډېر وختونو د شخصي کمپنيو امنيتي ساتونکي د طالبانو په مخامخ بريدونو او يا د سړک د غاړي په ښخ سوو ماينونو کي وژل او ژوبل کيږي .