کور / راپور / لوګر : د کروندګرو سره به درې نيم ميليونه ډالره مرسته وسي .

لوګر : د کروندګرو سره به درې نيم ميليونه ډالره مرسته وسي .

د نشيي توکو په وړاندي د مبارزې وزارت له همدې امله چي د لوګر ولايت د کوکنارو څخه پاک سوى . د دې ولايت د کروندګرو سره د درې نيم مليونو ډالرو په ارزښت مرسته کوي . د مرستو په دې لړ کي د لوګر د بزګرانو د ٣٨ کوپراتيفونو سره يو يو تراکتور او ورسره اړين شيان لکه ترېشر ، دو پال ، سې پال ، او ټالۍ مرسته وسوه . د نشيي توکو پر وړاندي د مبارزې وزارت د پلان جوړوني مرستيال انجنېر محمد ابراهيم وويل چي په دې پيسو به د تراکتورونو د وېش تر څنګ په لوګر کي څلور نوري ټولګټي پروژې پيل کړي . نوموړي وويل چي په دې پروژو کي د کارېزونو پاکول ، په ښاروالۍ کي د غونډو دپاره تالار جوړول ، په مرکز کي د يوه ستر لوبغالي جوړول او د دوو زېرمو جوړول شامل دي .