کور / تازه خبرونه / د خوست والي و ملي محاذ ګوند ته په کار کولو تورن سو

د خوست والي و ملي محاذ ګوند ته په کار کولو تورن سو

د خوست ولايت والي عبدالجبار نعيمي د ملي محاذ ګوند ته په کار کولو تورن سو . نوموړى د مشرانو جرګې په غونډه کي د خوست والي په اداري فساد او ياد ګوند ته په کار کولو تورن سو . مګر مقابل لوري او د ولايتي شورا يوه غړي دا تورونه بې بنسټه وبلل . په مشرانو جرګه کي د خوست سناتور عارف الله پښتون د جرګې په عمومي غونډه کي وويل چي عبدالجبار نعيمي په سيميز ملي محاذ ګوند کي کار کوي . پښتون همدا ډول وويل چي د دې ولايت د بيارغوني ډيري پيسې د والي او د هغه د ځينو ملګرو له لوري خوړل کيږي . او همدا ډول نوموړي وويل چي د ده له لوري د ملي محاذ د ګوند له لوري ولسي جرګې ته نومول سوي نوماندان حمايه کيږي .