په كندهار كې يو ځل بيا دلندې مېوې كروندګر او تجاران نيوكه كوي چي د امنيتي ستونزو او په لويو لارو كي د وسلوالو د ځاى پر ځاى سوو ماينونو له امله دوى نسي كولاى چي خپلي لندې ميوې پر ټاكلي وخت تر خپله ځايه ورسوي دوى وايي چي د يوې خوا د ماينونو او دبلي خوا د پوليسو دزياتو تالاشيو له وجي دوى زيات ځنډول كيږي او دغه راز نوموړي وايي چي په كور دننه او بهر كې دلندي ميوې لپاره وړبازاراوددوى دمالونو لپاره د يخوخونو دنشتون سره لا س او ګر يوان دي دوى د اړونده ارګانونو څخه غواړي چي د دوي دغي ستونزي ورحل كړي .
د كندهارد امنيې قومندانى كشفي مرستيال محمد شاه فاروقي د كروند ګرو اوتجارانو دغه ستونزه مني او وايي چي كه چيري كروند ګر او تجاران دوى ته د ماينونو په اړه خبر وركړي نو دوى به يي مخه ونيسي د نوموړي په وينا چي د لويو لارو پر سر د پوليسو لخوا تلاشۍ د امنيت د تامين په خاطر ترسره كيږي
كله مو چي وغوښتل چي د كرونده ګرواو تجارانو د مالونو د بازار موندني او د دوى د مالونو دپاره د يخو خونو د نه شتون د موضوع په خاطر د لندې ميوې د تجارانو د اتحاديې د مشر او د سوداګرۍ د خونو د مسوول سره د دوى ستونزي شريكي كړو خو په كندهار كي د لندې ميوې د تجارانو د اتحاديې مشر حاجي عبدالوهاب او د سوداګرى د خونو مسوول حاجي نصرالله په دې اړه د خبرو كولو څخه ډډه وكړه
دا لومړى ځل نه دى چي د لندې ميوې كرونده ګراو تجاران خپلي ستونزي بيانوي بلكي تر دې مخكي يي هم خپلي ستونزي د رسنيو د لاري تر اړونده چارواكو وررسولي خو تر اوسه لا د دوي دغي ستونزي پر ځاي پاتي دي .
–