کور / تازه خبرونه / په كندهار زندان كي د زندانيانو لپاره نوي بلاكونه جوړ سول

په كندهار زندان كي د زندانيانو لپاره نوي بلاكونه جوړ سول

په کندهارزندان کي دبنديانولپاره نوى عصري بلاکونه جوړ شوه چارواکي وايي ددغه بلاک په جوړولوسره دکندهار زندان د بنديانو هغه ستونزي رفع شوي کوم چي وړاندي ورسره مخ وه .
دکندهاردولتي چارواکي وايي چي ددي ولايت په عمومي زندان کي يي دبنديانوستونزي تريوه بريده هواري کړي دي .ددي زندان رئيس جنرال مايار وايي چي پدي ورستيوکي يي دزندانيانودستونزودهوارولوپه موخه يولړ رغيزکارونه دولايت بيارغوني دډلي په مرسته ترسره کړي دي .نوموړي زياتو چي دبنديانولپاره يي يونوي ۶۰۰ نفريز بلاک چي زياتي خوني لري جوړکړي دي د ده په وينا چي ياد بلاک دجنايي بنديانو لپاره جوړشوي دي .دهغه په وينا چي دغه بلاک په ټولوعصري وسايلوسمبال دي اواوس دبنديانوهغه ستونزي چي پدي برخه کي ورسره مخ وه هواري سوي دي .ښاغلىمايارزياتوي چي ددي سره په څنګ كي يي دبريښناستونزه هم له مينځه وړي ده .دده په خبره چي دبنديانودپايوازانولپاره يي هم دري اطاقونه جوړکړي دي .
مايارهمدارازوايي چي دبنديانولپاره يي يومسجد اودصرورت وړتشنابونه هم جوړکړي دي.هغه زياته کړه چي ددي خونوپه جوړولوسره دبنديانوهغه ستونزي هواري شوي کوم چي وړاندي ورسره لاس اوګريوان وّ.دمايار په خبره چي ددي سره سره يي بنديانوته دګلدوزي فليز کاري او ترکاڼي سامانونه هم ورکړي دي .چي دمايار په خبره دم ګړي بنديان ورڅخه استفاده کوي .
په کندهار کي چارواکي پداسي حال کي دبنديانودستونزودهوارولوپه موخه ديولړرغنيزو پروژودبشپړولوخبرورکوي چي پدي زندان کي دامهال شاوخوا يوزروپينځه څلويښت بنديان اوسيږي .:که څه هم وړاندي تردي ددغه زندان دبنديانوشميرزيات وه چي په تيره کال کي پرنوموړي زندان ددولت دوسله والومخاليفينودبريد له امله يوشمير سياسي اوجنايي بنديان په تيښته بريالي شول.