د خوست ولايت امنيتي چارواکي وايي چي تېره ورځ د موسى خيلو په ولسوالۍ کي د پوليسو او وسلوالو طالبانو تر منځ نښته رامنځ ته سوه .
د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال محمد يعقوب ياده پېښه تائيدوي او وايي چي په ياده نښته کي دوه پوليس ژوبل سوي او مخالف لور ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې خو کره معلومات يې ورسره نسته .
د وسلوالو طالبانو وياند ادعا کوي چي په ياده نښته کي يې دوې امنيتي پوستې له منځه وړي او يو شمېر پوليس يې ژوبل کړي .