د هرات ولايت د امنيې قومانداني په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دوه تنه ماين ښخوونکي د ماين ښخولو پر مهال وژل سوي . نوموړې خبرپاڼه ليکي چي ياد کسان تېره ورځ د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په يوه اړوند سيمه کي وژل سوي . نوموړې خبرپاڼه ليکي چي وژل سوي کسان د ملاسعدالدين د ډلي سره تړلي ول چې په وروستيو ورځو کي يې ډېر ماينونه ځاى پر ځاى کړي ول .
د قوماندانۍ د دې ادعا په اړه د سيمي اوسېدونکي وايي چي په سيمه کي دا ډول چاودنه نه ده سوې