د کندهار ولايت څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي د څلورو طالبانو د وژل کېدو او درو نورو د ژوبل کېدو ادعا سوې . نوموړې خبرپاڼه ليکي چي يادو کسان ته يې ياده مرګ ژوبله تېره ورځ د ارغنداو ولسوالۍ په اړونده سيمه کښته خسرو کي د يوې وسلوالې نښتي په پايله کي اړولې . نوموړې خبرپاڼه همدا ډول زياتوي چي په کندهار ښار او اړنده سيمه کي يې درنې او سپکي وسلې هم نيولي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .