د کندهار ولايت په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په يوه ترافيکي پېښه کي څلور تنه وژل سوي . د خبرپاڼه په حواله چي ياده ترافيکي پېښه تېره ورځ د ميوند ولسوالۍ اړوند د باچاه آغا د تيلو د پمپ سره د يوه ټکسي او ټېلر موټر د ټکرېدو له امله رامنځ ته سوې . چي په پايله کي يې د ټېلر موټر موټروان او د رې تنه د ټکسي موټر سپرلي ووژل سول .