سورغرخپله کلیزه ولمانځله
تیره ورځ د(۱۳۸۹)کال داسدیا(زمری)دمیاشتې پر(۸) نیټه دزابل ولایت دولایتی ناستوپه خونه کی سورغرادبی اوکلتوری مرکزدیوی شانداری غونډی په ترڅ کی خپله لمړنی کلیزه ولمانځل.
غونډه چی دسهارپر(۱۰)بجی دقاری عبدالرحیم(عزتمل)له خوادکلام الله مجیددڅو مبارکوایاتونوپه تلاوت سره پیل شوه. پرزابل برسیره يی له کندهار،غزنی څخه هم لسګونه شاعران،لیکوالان اوادب پال برخوال درلودل ده دغې سترې ادبی ناستی عمومی مشردزابل ولایت والی محمداشرف (ناصری)غونډه ته په خپله ویناکی دغه رازغونډی دځوانانودزهنونودلاروښانتیالپاره ګټوروبللی اوله خپل اړخه يی له دارنګه غونډوسره دهرډول همکاری په موخه خپل ټټروډباوه.
اوله کندهاره څخه راغلی دغونډی دوهم میلمه نوراحمد(قرانمل)غونډی ته دویناپرمهال دسورغراداری مشرمحمدابراهیم (مسیح) ته دمبارکی ترڅنګ دکندهاریانوپه استازیتوب دهراخیزوهمکاریوژمنه ورکړه.
دوینادبرخی په اخرکی دسورغرادبی اوکلتوری مرکزویاندنجیب (لودین) غونډی ته دلراوبرپښتوادبی اوکلتوری ټولنوڅخه راغلی دمبارکی پیغامونه ولوستل بایدووایم چی دغونډی دوهمه برخه مشاعره چی ګن شمیرمیلمنواوکوربنو شاعرانوپکښی خپله شاعرانه تنده ماته کړه.
دیادولووړده چی دغونډی په پای کی دسورغرادبی اوکلتوری مرکزپردغوغړوباندی چی دتیریوه کال په اوږدوکی يی دیادمرکزپه بهبوداوپرمختګ کی زیاتی خولی توی کړی دسورغرداداری له خواستاینلیکونه وویشل ۱ یعقوب شاه (ببرکزی) ۲ عبدالرحیم(عزتمل) ۳ ایمل (امیدی) ۴محمدنبی (انتظار) ۵محمدالله (مایار) ۶ عبدالرحمن(تمثیل) ۷ نوراغا(نوری) ۸ سخی داد(فایز).
اودغه ادبی ناسته دماپښین پر ۱:۳۰ دقیقی دنوراحمد(قرانمل) له خواددُعاپه ویلوسره پای ته ورسیده.