کور / تازه خبرونه / کابل : د کډوالو او بيا راستنېدونکو چارو د وزير زوى تښتول سوى

کابل : د کډوالو او بيا راستنېدونکو چارو د وزير زوى تښتول سوى

په کابل ښار کي تېره ورځ نامعلومو وسلوالو د کډوالو او بيا راستنېدونکو چارو د وزير ښاغلي جماهر انوري زوى تښتولى . د کابل د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزې لوى رئېس سيد عبدالغفار سيدزاده ياده پېښه تائيدوي او وايي چي نوموړى څلورو ناپېژاندو کسانو چي د پوليسو جامې يې په تن وې تښتولى . سيدزاده وايي چي نوموړى عبدالله نومېده او د خپل يوه ورور او دوه تنه نورو ملګرو سره په يوه موټر کي ناست ؤ چي وسلوالو يې لومړى موټر درولى او تر لږ مقاومت وروسته تښتولى . سيدزاده د پيښي سره د تړاو په تور د نيولو په اړه وويل چي تر اوسه يې څوک نه دي نيولي خو د پوليسو له لوري پلټني رواني دي .