کور / تازه خبرونه / کندهار : د ملي راډيو د FM څپې او کتابتون پرانستل سول

کندهار : د ملي راډيو د FM څپې او کتابتون پرانستل سول

د کندهار ولايت مقام دمطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي چي په کندهار ولايت کي د ملي راډيو تلوېزون د FM څپې او کتابتون پرانستل سول .د نوموړي څپو او کتابتون د پرانستو په موخه يوه غونډه جوړه سوې وه چي پکښي د کندهار ولايت والي پوهنوال توريالي ويسا او يو لړ نورو دولتي چارواکو ګډون کړى وو . د کندهار ولايت والي د نورو راډيوګانو تر څنګ په دولتي چوکاټ کي د FM راډيو موجوديت ډېر اړين وبلى .
خبرپاڼه وايي چي د يادي راډيو ټول لوازم د کندهار ولايت په مالي مرسته د دوو ميلونو افغانيو په ارزښت برابر سوي دي . او کتابتون چي شاوخوا څلور زره ټوکه کتابونه چي پنځه لکه افغانۍ ارزښت لري او د کندهار ولايت د مالي بوديجې څخه ورکول سوي دي د يو لړ مراسمو په ترڅ کي پرانستل سو .